ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،پاکستان له خپلواکۍ راهیسې له ډیرو چیلنجونو سره مخامخ دې خو د خپلو خلکو په سرشیندنې او سخت کوشش سره تل توانیدلې دې په مشکلاتو بریالې شی او د پرمختللی او ماډرن هیواد په لور په خپله لاره ګام پورته کړی.
پاکستان د ۱۹۴۷ میلادی کال د اګست په ۱۴ د دغه هیواد دبنسټ ګر په قایداعظم مشهور محمد علی جناح په مشرۍ د انګلستان له استعمار خپلواکۍ ترلاسه کړه .
په ایران کې د پاکستان سفیر ښاغلی رحیم حیات قریشی نن د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۵ کلیزې په دستورو کې له هیواده بهر پاکستاني ټولنو ته د دغې ورځې د مبارکی په ویلو سره وویل پاکستان له خپلواکۍ راهیسې له ډیرو چیلنجونو سره مخامخ دې خو د خپلو خلکو په سرشیندنې او سخت کوشش سره تل توانیدلې دې په مشکلاتو بریالې شی او د پرمختللی او ماډرن هیواد په لور په خپله لاره ګام پورته کړی
په ایران کې د پاکستان سفیر ټینګار وکړ پاکستان او ایران دوه وروڼه او ملګري ملتونه دي چی اړیکي یې په تاریخی ، کلتوری او مذهبی نږدی والو کې ژوره جرړه لری .
د پاکستان د خپلواکۍ د ۷۵ کلیزې په رسمي دستورو کې په ایران کې میشت د پاکستاني ټولنې غړي ، د سفارت مسولانو ، په تهران کی د دغه هیواد د سفارت د نړیوال ښونځی کارکونکیو ، خبریالانو او د رسندویو استازیو ګډون درلوده .