ایکناخبری آژانس د العالم له قوله راپور راکړ،د فلسطین په رفح ښار باندې دوحشي صهیونیسټي رژيم د پرونیو بمباریو له امله له کنډولو داسلامی جهاد د غورځنګ د سرایا القدس دیوه قوماندان خالدمنصور (ابوراغب) پشمول د اتو نورو شهیدانو پاک مړي اروویستل شول.
د فلسطین د روغتیا وزارت په نننۍ خبرتیا کې وئیل شوي دي ،د فلسطینیو شهیدانو شمیر د شبږو ماشومانو پشمول ۳۲ تنو ته ورسید او دغه راز دټپیانو شمیر هم کابو دوه سوه پنځلس ښودل شوی دی.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ په اعلامیې کې وئيل شوي دي ، د دوو قوماندانانو خالد المنصور او زیاد احد امدلل پشمول د قدس ددفاع کونکو فلسطینیانو وینه به په نیواکي ټاټوبو کې د اور لمبې نوره هم زیاتې کړي .
وروستي راپورونه ښئ چې د فلسطین مبارزو ډلو د نیواکي ټاتوبو په لور څه ډپاسه پنځه سوه توغندي توغولي دي چې دتل ابیب او حیفا پشمول په صهیونیسټي ښارونو اوښارګوټو کې ئې داور لمبې تر حده رسولي چې دصهیونیسټانو خوبونه ئې ورک کړي او زیاتره صهیونیسټان په پټنځایونو کې شپې سبا کوي.