IQNA

قرآني سپارښتنې [14]

له توکمپالنې سره قرآن کریم په ډاګه مخالفت کړی دی

16:16 - June 29, 2022
د خبر لمبر: 3485939
ایکنا-(تهران) د ښځې او سړي په ګوهر کې اصل مساوات  او په بشری ځانګړنو کې د توپير اصل  دوه اصول دي چې په قرآن کریم کې  په تیره بیا په   الحجرات سورې کې  په روښانه توګه بیان شوي دي . 

په مختلفو قومونو او توکمونو کې  ډیر توپیرونه او تضادونه  شته چې له هغو ډير  پخوانۍ جرړې لري .  د  خلکو اوقومونو ترمینځ توپیرونه یوه طبیعي موضوع ده .  مشکل له هغه ځايه پیلیږي ، چې  دغه توپیرونه ،  د  یوشمیر د ارزښتمنو معیارونو او  دځينو نورو د بې ارزښته بللو سبب ګرځي .

 دغه غلط نظر ، چې توکمپالنه ئې یو مثال دی ، د ډیرو جنګونو سرچینه شوې ده  ددغې موضوع په باب  قرآني تعلیمات بې توجه نه دي ، او  ددې په ترڅ کې چط   د انسانانو د ارزښتمنیدا لپاره د طبیعي توپیرونو په اساس په کلي توګه ردوي ، دانسان د ارزښتمنیدا لپاره  یو مشخص معیار بیانوي .

 «يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ؛

 ائ خلکو !تاسو  مو له یوه  او یوې ښځې راوپنځولئ او په ملتونو اوقبیلو کې مو وویشلئڅو یو بل وپيژنئ. بې شکه  په تاسو کې تر ټولو ښه او متقي کس  د خدای په نزد د تاسو تر ټولو پرهیز ګار کس دی . یقینا  خداي پوه او خبر دی ::::

په دغه آیت کې  درو مهمو اصلو ته اشاره شوې ده ، د ښځې او سړي په پنځونې کې  د مساوات اصل ، په بشري ځانګړنو کې د توپير اصل  او  دا اصل چې تقوا د برلاسي معیار دی . البته  د قرآن کریم په نورو آیتونو کې  دعلم ، مخینې ، امانت ، توانمني  او هجرت په شان معیارونه هم ترسترګو کیږي .  

د تفسیر نمونه لیکونکی د توپیر کونې ترڅنګ ددغه آیت پیغام  داسې بیانوي ،له یوې ښځې او سړي د  انسان د پنځولو مقصد ، هماغه آدم او  حوا ته د انسانانو دنسب  او نسل بیرته ستنیدا ده . پر دې اساس لکه څنګه چې   درست له یوې واحدې ریښې دي ، معنی  ئې دا نه ده چې  د نسب او قبیلې له پلوه پر یوه بل ویاړ  وکړي او که خداي تعالي ، د هرې قبیلې  او پرګنې لپاره دخلکو د ټولنیز  ژوند  د نظم د ساتلو لپاره  ځيني ځانګړنې  پنځولي دي ،ځکه چې دغه توپیرونه د پيژندګلوۍ سبب دی او د خلکو له پيژندګلوۍ پرته  په انساني ټولنې کې نظم نه واکمن کیږي .

تفسیر نور ددغه آیت شریف ځيني پیغامونه داسې بیانوي ،

  • ښځه یا سړی شونه ،یا فلانۍ قبیله او قوم شونه ، د ویاړ معّیار نه دی ، چې  دا د خداي تعالی کارونه دي ؛ خلقنا ،جعلنا؛
  • هغه توپیرونه چې د  انسان په توکم ، شکل او صورت کې لیدل کیږي ،  دیوه بل لپاره حکیمانه او  د پيژندګلوۍ لپاره دي .نه د  ویاړکونې لپاره ؛ لتعارفو؛
  • د خلکو په نزد کرامت موقتي دی ، دخداي په نزد کرامت  مهم دی . «أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ» 
  • قرآن کریم ، ټول توکمیز ، ګوندي ،قبیله وي چاپیریالي ، اقتصادي ، فکري ، کلتوري ،اجتماعي او نظامي توپیرونه  باطل ګڼي  او د فضیلت معیار تقوا ګڼي ؛  «إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقاكُمْ»   
  • برلاسه ګڼل کیدا، د انسان په فطرت کې ده او اسلام ددغې فطري غوښتې لاره  تقوا ګرځولې ده   «إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقاكُمْ»  
  • د تقوا ادعا  او ددې تظاهر ونه کړو چې  چې خداي ټول ښه پيژني   . «عَلِيمٌ خَبِيرٌ»              
تړلې خبرونه
captcha