IQNA

افغان میرمنو په کابل کې د خپلو حقوقو په خاطر مظاهره وکړه

15:59 - June 19, 2022
د خبر لمبر: 3485898
ایکنا-(تهران)  د افغانستان میرمنو په کابل کښې په مظاهرې  جوړولو سره افغانستان ته د نړۍ د هیوادونو د پام غوښتنه وکړه.

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ،د تیر میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان میرمنې  له یوشمیر محددویتونو سره مخامخ شوي دي او دوي په ځلونو په دغه حالت باندې د اعتراض لپاره مظاهرې کړي دي.

خو اوس نه یوازې د افغانستان میرمنې بلکې ډیرې  بشر دوستانه او نړیوالې مرستندویه موسسې د اوکراین د جنګ په دلیل د افغانستان په هیریدا  اندیښنه لري.

په کابل کښې د افغانستان میرمنو یوځل بیا په اعتراضیه حرکت کښې په نړیوالو غږ وکړ چې  افغانستان دې هیر نه کړي.

د افغانستان اعتراض کوونکو میرمنو پرون د افغان انجلیو د زده کړې په دوام کښې د محدودیت په شمول په ښځو باندې د طالبانو په دوه چنده ظلم نیوکه وکړه.

 

د افغانستان میرمنو په دغه اعتراضیه غونډې کښې بې وزلۍ ، لوږه ، د ماشومانو مړینه او د ښځو پرضد محدودیتونه مرګوني او د بشري حقوقو مدعي هیوادونو او د بشري حقوقو د ادارو بې پامۍ شرموونکي وبلله.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i117444

captcha