د مصر مشهور قاري دی او هغه ته «اکبر القرا» نوم هم ورکړل شوی او د تلاوت د فن او د هنر د ډیرو خاوندانو په اند د قرائت په فن کښې د مصر د دغه بې بدیله قاري په مړینې سره د مصر د قاریانو د سرو زرو پړاو ورو ورو په ځوړتیا شو.
ایکنا خبري اژانس وايي پرون د جون د میاشتې اولسمه چې د غبرګولي د میاشتې اوویشتمه نیټه وه او د مصطفی اسماعیل د زوکړې له کلیزې سره یط سمون درلود کوم چې په نولس سوه پینځم میلادي کال کښې زیږیدلی او هغه د مصر او د اسلامي نړۍ د قران یو تر ټولو مشهور قاري دی او هغه د اکبر القرا په نوم هم یادیږي او ډیر خلک د قران کریم په قرائت کښې د هغه د تلاوت د سبک تقلید کوي.
مصطفی اسماعیل په ناڅاپه ډول له شیخ محمد رفعت سره کتنه وکړه او د هغه لپاره یې د قران کریم یو شمیر ایتونه تلاوت کړل چې د استاد محمد رفعت لخوا وستائیل شول.
هغه د مصطفی اسماعیل وسونه وستائیل او له هغه یې وغوښتل د تلاوت په فن او د تجوید په قواعدو باندې تسلط پیدا کړي.
یوه ورځ د مصطفی اسماعیل یوه استاد شیخ محمد الصیفی هغه په راډیو باندې د امام حسین علیه السلام په جومات کښې د جشن مراسمو ته وروباله.
ټاکل شوي وه چې په دغو مراسمو کښې شیخ عبدالفتاح الشعشعاعي د قران کریم یو شمیر ایتونه تلاوت کړي خو شعشعاعي تبه شوه او ناروغه شو.
مصطفی اسماعیل د قران کریم د ایتونو د تلاوت کولو لپاره خپل ځاې ته ورغی او هغه تر نیم ساعت پورې د قران کریم د تحریم سورې یوشمیر ایتونه تلاوت کړل او د قران کریم د تلاوت په ختنمیدا سره ګڼ شمیر خلک هغه ته ورغلل او هغه يې په غیږ کښې ونیوه او د مصر د هغه وخت باچا ملک فاروق هغه وستایه او حکم یې ورکړ چې د سلطنتي قاري په توګه وټاکل شي.
په دوام کښې د استاد اسماعیل د تلاوت نادره ویډیو وینئ چې پکښې د قران کریم د مریم د مبارکې سورې له دیرشو تر شپږدیرشو ایتونو پورې شامل دي.