IQNA

د رسول اکرم(ص) د درنښت لپاره د مصر کمپاین پیلیږي

15:39 - June 15, 2022
د خبر لمبر: 3485887
تهران(ایکنا)- د مصر د مسلمانانو حکما شورا د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم

 د شخصیت د درنښت کولو او د هغه حضرت د ورورګلوۍ او د سولې د نړیوال پیغام د معرفي کولو لپاره په بیلا بیلو ژبو یو کمپاین پیل کړ.
ایکنا خبري اژانس د ابوت اسلام په قول راپور ورکړ حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د متعال خدای لخوا د ټولو خلکو لپاره چې د هر دین او توکم وي د رحمت په توګه استول شوی دی.
په حقیقت کښې د هغه تعلیمات حتی په مرغانو اوحیواناتو هم مهرباني کوي او هغه له کوم دلیل پرته د حیواناتو ځورول او اذیت کول منع کړي دي.
د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په هکله د حقیقي اطلاتو د خپرولو لپاره په هڅې کښې د مصر د مسلمانو حکما شورا یو نوی کمپاین پیل کړی دی کو چې بشریت ته د پیغمبر د سولې او د عشق پیغام نور پسې ښکاره کوي.
دغه کمپاین به د بشریت د پیغمبر((The #Prophet_of_Humanity) په هشتګ سره په ټولو ژبو کښې او په ټولو ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو باندې خپور شي.
د مصر دغه شورا په ټویټر اینټرنیټ پاڼه کښې په یو شمیر پیغامونو کښې ولیکل: ټاکل شوي ده د مصر د مسلمانو حکما شورا په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو باندې یو تبلیغاتي کمپاین پیل کړي او بشریت ته د سولې او د عشق پربنسټ د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د رحمت پیغام معرفي کړي.
د دغه کمپاین هدف په خپله د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له وینا اوله هغه څخه له الهام اخیستل شویو قوانینو څخه په استفادې سره د اسلام په هکله هر ډول غلطو اطلاعاتو ته ځواب ورکول دي.
د بشریت د پیغمبر کمپاین به دغه راز د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په باره کښې د مصر د مسلمانو حکما شورا د مشر اوشیخ الازهر احمد الطیب په شمول د سترو اسلامي علماو خبري د نړۍ خلکو ته وړاندې کړي.
دغه راز د یو شمیر غیر مسلمانو علماو او فیلسوفانو خبرې به چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د بشریت لپاره د هغه بې شمیره بریاوې یې ستایلي دي په دغه کمپاین کښې خپریږي.
https://iqna.ir/fa/news/4064444

captcha