IQNA

نعینع د ترکیې د استانبول په جومات کښې تلاوت وکړ

12:52 - May 04, 2022
د خبر لمبر: 3485749
تهران(ایکنا)ـ د مصر د قران کریم قاري احمد نعینع چې ډاکټر دی د ترکیې د استانبول په «ایا صوفیه»جامع جومات کښې په شتون سره د قران کریم تلاوت وکړ.

ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول وویل په روژې میاشت کښې د ترکیې په استانبول ایا صوفیه جومات او نورو جوماتونو کښې بیلا بیل فعالیتونه ترسره شول چې پکښې د قران تلاوت ، ختم قران، د دعاګانو لوستلو او د ویناو او وعظ ترسره کیدا ت ته اشاره کولای شو.
ایا صوفیه چې د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال په چنګاښ میاشت کښې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حکم له کلیسا په جومات بدل شو د استانبول په سلطان احمد سیمه کښې واقع دی او روان کال په روژې میاشت کښې له اته اتیا کلونوروسته په کښې د لیله القدر مراسم ترسره شول.
د مصرمشهور قاري احمد نعینع په دغو مراسمو کښې ګډون وکړ او په دغه جومات کښې د هغه په امامت جمعې(جماعت) لمونځ وشو.
د ترکیې په زرګونو ښاریزو په دغو دستورو کښې ګډون وکړ اوبیلا بیلو سپوږمکیزو ټیلي ویژن چینلونو د ترکیې په ایا صوفیه جومات کښې د مصر د قاري نعینع په ګډون سره د لیله القدر مراسمو ته پوښښ ورکړ.

 

 

captcha