IQNA

شمخاني په افغانستان کښې د ترهګرۍ د پراختیا په هکله خبرداری ورکړ   

16:54 - November 10, 2021
د خبر لمبر: 3484941
تهران (ایکنا) - د ایران د ملي امنیت د شورا منشي په افغانستان کښې د داعش او تکفیري ترهګرو ډلو د ودې او پراختیا او د فرقه ایز جنګ په هکله خبرداری ورکړ

ایکنا خبری آژانس  د  پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران دم لی امنیت د لوړې شورا منشي علي شمخاني نن په نوي ډیلي کښې د سیمه ایز امنیت د خبرواترو په دریمې غونډې کښې، په دې خبرې سره چې نن سبا په افغانستان کښې له یو داسې ګواښ سره مخامخ یو چې د سیمې لپاره د نیواکګرو د پروګرام او د هغوي د اهدافو د پرمخ بیلولو د پلان یوه برخه کیدې شي، وویل، دا خطر له یوې خوا د داعش او تکفیري ترهګرو ډلو د شتون، ودې او پراختیا له امله دی او له بلې خوا په افغانستان کښې د فرقه ایز جنګ د جوړیدو د خطر په وجه دی او دا کار به د سیمې ټول هیوادونه، که هغه د افغانستان ګاونډیان دي او که نه دي، له ستونزې سره مخامخ کړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي په افغانستان کښې درې مهمې اندیښنې، افغانستان ته د تکفیري ترهګري عناصرو په منتقلولو کښې د ځینو هیوادونو لاسلرنه، د بې وزلۍ او انساني کړکیچ پراختیا او د مهاجرت او کډوالۍ کړکیچونه وبلل او څرګنده یې کړه: د ایران اسالمي جمهوریت له کلونو راهیسې د څه باندې درې میلیون افغانستاني کډوالو کوربه دی او تراوسه د هغوي له ۹۶ فیصدو زیات لګښتونه د ایران له سرچینو تامین شوي دي او یوازې ۴ فیصده یې د نړیوالو ارګانونو په مرسته برابر  شوې ده.

شمخاني وویل: پکار دي چې ټول په افغانستان کښې د ټولو قومونو په ګډون سره د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو، د دغه هیواد د خلکو د ستونزو په هوارولو کښې مرستې او له انساني کړکیچ سره د مقابلې ته پاملرنه وکړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د خپلو امکاناتو او مالي سرچینو د کارولو په موخه د افغانستان د مظلوم ولس د مالي سرچینو د آزادولو لپاره په امریکې باندې دباؤ اچول، په افغانستان کښې له داعش او تکفیري ترهګرۍ سره مقابله او د دغو ډلو د مالي تامین د لاروچارو پیژندل او ورسره د مرستو بندیدل او د کډولۍ د کړکیچ هوارول او له هغو هیوادونو سره مرسته چې د افغانستان د خلکو کوربه توب کوي، د افغانستان په هکله د چاره اندیشۍ لپاره له مهمو دندو وبلل.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i108128  

captcha