ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د ښونې او روزنې د وزارت دبهرنیو مرستو او پروګرامونو مدیر په نزدې راتلونکي کې ښونځیو ته د درست وانجونو دبیرته ګرځيدا خبر ورکړ.
وحید ا... هاشمي ووئيل ، ډير زر به ښونځیو ته د بیرته ستنیدا په باب د خوشالۍ خبرونه اعلان شي .
د طالبانو د موقته حکومت د ښونې اوروزنې د بهرنیو مرستو دبرخې مدیر زیاته کړې ، طالبان د انجونو زده کړو ته ژمن دي ، او ښونځیو ته د دوي دبیرته ګرځیدا لپاره پر لارو چارو کار کوي .
وحید ا... هاشمي ووئیل په افغانستان کې هیڅ یوه معلمه له کاره ګوښه شوي نه ده .
کابو درې میاشتې کیږي ، چې افغان معلمان او هلکان ښونځیو ته ځي ، خوله شپږم کلاسه برَه درس ویونکي انجونې او معلمانې په کورونو کې ناستې دي .
طالبانو چې د اګست په پنځلسمه ئې په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړی ، هڅه کوي ، ددغه هیواد خلکو اونړیوالې ټولنې ته د میرمنو د حقوقو د رعایتونولو په باب ډاډ ورکړي ،خو تر دې دمه ئې دغه چارې اجرائي کړي نه دي .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i107776