ایکناخبری آژانس د صدی البلد له قوله راپور راکړ، مسعد خضیر په ۱۹۴۷کال کې د مصر په پورټ سعید ښار کې زیږیدلی او له ماشوموالي څخه له هغو سختو شرائطو سره سره چې په دغه هیواد کې د انګریز استعمار په دلیل رامینځةشوي وو،وده وکړه او لومړنی کس ؤ چې په هغه وخت کې د انګریز استعمار په شد شعارونه ئې د واټونو په شاوخوا دیوالونو باندې په ګچو سره لیکنې کولې او دملی مقاومت روحیه، ، دعربۍ دخوشخط له هنر سره دهغه د دلچسپۍ پیل ؤ .
مسعد خضیر چې په پورټ سعید ښار کې د هغه د زیږیدا په دلیل په خضیر البور سعیدي مشهور شوی ، په اوسمهال پړاؤ کې دعربئ ژبې یو مخکښ خوشنویسبدل شوی چې دمصر د خوشنویسانو دشیخ لقب ئې هم ګټلی دی .
دمصر دغه خوشنویس په ۱۹۹۵کال کې دعربی دکوفی خط جایزه هم ګټلې او په ۱۹۹۶کال کې ئې هم د کویت د کاظمیه نړیوالې جشنوارې د سروزرو میډال هم ترلاسه کړ. په همدې کال کې همداراز په چین کې د اسلامی هنر جایزه هم ګټلې او په ۲۰۱۴کال کې د شارجه دحاکم له خوا ئې قدرونه اوستاینه وشوه .