IQNA

له اهل بیت(ع) سره مینه او دوستي د اسلامی امت داتحاد او یووالی لامل ده

16:34 - September 09, 2021
د خبر لمبر: 3484605
تهران (ایکنا)- په ویبینار کې ویناوالو په دې خبرې په ټينګار سره چې  امام حسین علیه السلام د درستو نړیوالو لپاره آزادي غوښتونکي بیلګه ده ټينګار کړی،له اهل بیت علیهم السلام سره مینه او محبت د اسلامی امت د اتحاد او یووالي سبب دی .

ایکنا خبری آژانس د اسلامی مذهبونو د نزدیوالي  دنړیوالې ټولنې د عمومي اړیکو له  قوله راپور  راکړ ؛ امام حسین د عدالت غوښتنې ،سرښیندنې او  وحدت بیلګه  په نامې سره  ویبینار پرون  د ایران د چارود مرستیالۍ، د اسلامی مذهبونو دنزدیوالي د  نړیوالې ټولنې  د میرمنو په همت او د  ایران د شعه او سني  شخصیّتونو په ویناؤ سره ترسره شو .

د ویبینار په پیل کې د بندر خمیر ولسوالۍ د روحانیّت د شورا غړي  او د بندریل جمعې امام شیخ حسین بازماندګان  پخپلې وینا کې ووئيل د اهل تسنن دټولنې  دیوه غړي په توګه وایم ، دمونږ اهل سنت ویاړ دا دی چې  د اهل بیت علیهم السلام  محبان یوو  او د  اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) داهل بیت علیهم السلام سره له خپل ژوند او روح څخه هم لازیاته مینه لرو ، د مونږ اهل تسنن  ویاړ دا دی چې  داهل بیت علیهم السلام  نامې د مونږ هر یوه په کور کې موجوده  ده .

 هغه زیاته کړې ، که وغواړو  داهل تسنن سرچینې وارزوو ،نو دې مطلب ته رسیږو چې  د اهل سنت سرچینې ،  د حضرت امام حسین علیه السلام  له فضایلو ډکې دي . د اهل سنت د حدیثو اوتاریخي  کتابونه  ددې ښودنه کوي چې اهل تسنن  ، حضرت امام حسین علیه  السلام خپل سرور او سردار ګڼي  ، هماغه شان چې  د اسلام ګران پیغمبر  امام حسین  د  دبهشت داوسیدونکو  ځوانانو  سردار معرفي کړی دی . 

بازماندګان  زیاته کړې؛ حضرت امام حسین علیه السلام  داسې شخصیّت دی  چې په اسلامی ټولنې کې  الفت ،مینه او اتحاد او یووالی واکمنولی شي .  د اهل بیت علیهم السلام  دوستي او محبت  د اسلام امت داتحاد لامل دی . حضرت  امام حسین علیه السلام  فضیلت  تر دې حده د عامو او خاصو په خوله  دی چې میرمنې  ژبه د هغه بزرګوار  د فضائلو له بیانولو بې وسه ده  . دهغه حضرت دځوانمردۍ په باب  هم د اهل سنتو په سرچینو کې ډير روایتونه  موجود دي .

په دغه ویبینار کې   داهل تشیّع او اهل تسنن نورو دیني عالمانو او متفکرانو هم پخپلو ویناؤ کې  ووئیل  چې  د اهل سنتو په  صحیح بخاری صحیح مسلم ، سنن اربعه، مسانید او مجامع روائي اهل سنت نو مې غوره کتابونو پشمول د اهل تسنن  غوره او مهمو سرچینو کې  د حضرت  امام حسن او حضرت امام حسین علیهما السلام  په فضایلو باندې ډیرې لیکنې شوي  چې  د درستو مسلمانانو  داستفادې وړ دي  او  خپل مینه پرې ماتوي . دوي په جلاجلا  ویناؤ کې وئيلي دي ،هیله مند یوو  یو داسې نسل وروزو چې  په راتلونکي کې په عاشقانه  او مینه ناک  ډول   دغه میراث  وساتي او ملاتړ ئې وکړي .

https://iqna.ir/fa/news/3996296

captcha