ایکنا خبری اژانس د الوطن له قوله راپورراکړ د کویت د نبوي سنت او د قرآن کریم د چاپ او خپرونې ټولنې ویندوي مبارک الحیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل د کویت د نابینایانو د مرکز په ملګرتیا سره ئې ددغه هیواد د نابینایانو لپاره «جزء عمّ» په عنوان سره دقرآن کریم دیرش جزوې چاپ کړي دي .
هغه زیاته کړې ده ، ددغه مصحف چاپ د هغو منشوراتو ټولګه ده چې د نابیانیانو د ټولنې پشمول دمدني ټولنې د انجمنونو د یوې ډلې په ملګرتیا سره ترسره شوې ده .
الحیان ټينګار کړی دی ،دغه انجمن نیّت لري ، د په راتلونکي پړاؤ کې او د انجمن د راتلونکي لرلید په اجرا کې دکتابونو یوه بله ټولګه هم د خداي د کتاب او د پيغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) دسنت دخدمت په موخې سره خپره کړي .