IQNA

د افغانستان حکومتي فسادونه دطالبانو په نفوذ او مقبولیّت کې اغیزشیندونکي دي

17:12 - September 08, 2021
د خبر لمبر: 3484603
تهران(ایکنا)-په افغانستان کې حکومتي فساد(په حکومتي ارګانونو کې سیاسی ، مالی او اخلاقي فساد) په ټول کې د حکومت د دړې وړې کیدا زمینه برابره کړه ،ځکه له یوه پلوه ئې د افغانستان د حکومت ټولنیز بنسټونه کمزوري کړل او له بل پلوه لامل شول هغه ځواکونه چې دحکومت په پراخو فسادونو خپه وو، د طالبانو په لور جذب شول .

ایکناخبري آژانس راپور راکړ ، په تیرو اونیو کې  ممکنه ده  یوه موضوع هم  په افغانستان کې د طالبانو د بیرته  قدرت  دترلاسه کولو  د موضوع ترحده د نړیوالو خبرونو په سر کې  نه وي .  له  افغانستانه د امریکائي پوځ ناڅاپي او لالهانده  وتلو څرنګوالی  او د طالبانو په لاس په ډير لنډ وخت کې د  افغانستان دپلازمینې نسکوریدا، لامل شوي چې  ددغه هیواد دراتلونکي او د افغانستان د ولس  دبرخلیک په باب  اندیښنې ورځ  تر بلې لازیاتې شي . داپه داسې شرائطو کې دي چې  له افغانستانه  رارسیدلي  خبرونه او راپورونه ، ښئ چې  طالبانو ډلې  د خپلو ژمنو په خلاف  یو ځل بیا داسلامی شریعت په اجرا کې  سروزي او افراط پالنې  ته مخه  کړې ده .

د افغانستان د صداي افغان خبر ي  آژانس  عمومی مدیر او تبیان فاؤنډیشن مشر  حجةالاسلام  سید عیسی  حسینی مزاري  په هغو خبرواترو کې چې  له ایکنا خبری آژانس سره  ئې درلودې ، دکابل هوائي ډګر  د وروستیو چاودنو او دناکراریو ددلیلونو په باب  دیوې پوښتنې په ځواب کې  د ناکراریو  په رامینځةکولو کې د امریکائي حکومت او پوځي قوماندانانو  رول ته په اشارې سره  ووئیل ، هغه وضعیّت چې  د کابل په هوائي ډګر کې کتونکي وو ، او   د وروستیو اونیو  ناکرارۍ  او ترینګلتیاوې ،  دامریکایانو د دسیو اوسپيرو نقشو له امله دي .که اوس  د  داعش په نامې سره کوم  شی راپنځول کیږي ،  او یا که اوس  په نورو ډګرونو کې  کوم ناخوالي او چیلنجونه رامینځةشوي ددغو ټولو   ناخوالو سرچینه  امریکا ده .

مزاري  روښانه  کړې ده ، په ډاډ سره وئيلی شم  که طالبان او هغه کسان چې  د افغانسان دراتلونکی حاکمیّت جوړوي ،  له دغې سترې شیطانې یعني امریکا سره  خپله رابطه  په بشپړ ډول غوڅه کړي او  د استکبارې امریکا دسیاستونو په مقابل کې ودریږي، او  د افغانستان په داخل کې  د  امریکایانو  او د دوي د عواملو دلاسوهنې  دمخنیوي لامل شي ، نو طبیعي خبره ده چې  دحالاتو مدیریّت به وکړائ شي  او  دغه هیواد ته به سوله اوثبات ستون کړي . په نهایت کې  به یو سرلوړی او قدرتمند  افغانستان  ولري  او  په نهایت  کې به   د دغه هیواد په ګاونډیتوب کې  دمهمو هیوادونو په توګه   له ایران او پاکستان سره  اړیکې  د افغانستان  په ګټه تمامې شي .

حسیني مزاري ټينګار وکړ، که طالبان  له امریکا سره د اړیکو په فکر کې شي ، نو ډاډمن دې ووسي چې  هیڅ ښه او  باثباته وخت به تجروبه نه کړي .

https://iqna.ir/fa/news/3994436

captcha