IQNA

د حسیني مقدس آستان د قرآن شورا د حسیني اربعین په باب له ایرانیو کارپيژاندو سره غونډه جوړه کړه

17:03 - September 08, 2021
د خبر لمبر: 3484602
تهران(ایکنا) -په عراق کې د حسینی مقدس آستان له سکرټریټ سره اړونده دقرآن مشورتي شورا ، د ایران د دوو قرآني چارو د کارپيژاندو او استاذانو په شتون سره د اربعین دزیارت په شپو ورځو کې دقرآني پروګرامونو او فعالیتونو د ارزونې لومړنۍ غونډه جوړه شوه .

ایکناخبری اژانس  دحسینی آستان د اطلاع رسونې  دویب سایټ له قوله راپور راکړ ، د حسینی مقدس آستان د مشورتي شورا  پلانونکي  استاد محمد خلیل  په یولړ څرګندونو کې ووئیل   ددغې شورا د دندو په اساس  او دهغه سټراټژيک پروګرام سره سم چې  دهغه لپاره پلانونه شوې ده  او  د حسینی اربعین  د زیارت  دشپو ورځو رانزدیکیدا ته په پام سره   د قرآني مرکز د  چارو  مشورتي شورا  خپله لومړنۍ  غونډه  د  ایران د اسلامی جمهوریت د قرآڼ د عالی شورا د غړي او دنړیوال قاري او  داؤر  اوقاضي  سعید رحماني  او همداراز د قرآنی سیالیو د یوه جج مهدي دغاغه په شتون سره ترسره شوه .

هغه زیاته کړې ،  ددغې شورا په لومړنۍ ناستې کې د قرآن کریم  دآیتونو له تلاؤت وروسته ،  دحسینی اربعین د میلیوني زیارت  له رانزدیکیدو سره په یووخت او دغه راز په زیارتوالو کې د قرآڼ کریم   د تعلیماتو له خپراوي څخه  دښې استفادې  سره په یووخت ، سږکال  د ترټولو روستیو تیاریانو په باب  خبرې اترې وشوې .

خلیل په دوام کې ووئیل ، په هغو فعالیتونو کې  چې  هرکال  دحسینی اربعین په دستورو کې ترسره کیدلی شي ، د علمیه حوزو  د تبلیغي   پلان په ملګرتیا سره د قرآني کیمپونو جوړیدا ده چې  دحسینی مقدس آستان دا څوم کال دی  په ترسره کولو کې ئې  بریالی عمل کړی دی . همداراز دعملی شخصیّتونو او  متفکرانو  د یوې ډلې په ګډون سره   دویډیوئي کنفرانس له لارې  دیوه کنفرانس  ترسره کیدا هم په نظر کې شته .

 https://iqna.ir/fa/news/3996036

captcha