IQNA

د حسینی اربعین پلی لاریون د عراق لہ بصرې د کربلا په لور پیل شو

تهران (ایکنا)-د حسیني اربعین په درشل کې د اربعین د زیارتوالو لومړنۍ پلي ډلې د عراق له جنوب بصرې څخه د کربلا په لور خپل پلی لاریون پیل کړی او ټاکل شوې ده چې په لاره کې ورسره نوره زیارتوال هم یو ځای شي .

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ،هر کال د حسیني اربعین پلی لاریون د عراق له ګوټ ګوټه د کربلا معلی په لور د صفرې د میاشتې له لومړۍ نیټې پلیږي، سږکال هم د روغتیائي پروټوکولونو په اساس دغه لاریون د عراق له جنوبي سیمې بصرې پیل شوی او په لاره کې ورسره نوړه زیارتوال هم یو ځای کیږي څو تر حسیني اربعین پورې ځانونه نجف او کربلا ته ورسوي.همداراز د عراق پولیسو او امنیتي ځواک هم په جلاجلا اعلامیو کې وئیلي دی په درست هیواد کې ئې امنیتي تابیاوې ټینګي کړي ډي او زیارتوال به له کومې اندیښنې پرته په پرتم سره لاریون وکړي.
په دې اړه له بصرې د پیل شوي پلي لاریون تصویري راپور ستاسو خدمت ته وړاندې کوو