IQNA

د طبیعت په زړه کې د ملایشیائي معماري یوه ښکلي بیلګه ،د جهیل د اوبو په مینځ کې دجومات ښکلي منظره

20:54 - July 28, 2021
د خبر لمبر: 3484470
تهران(ایکنا) -د ملایشیا په کلانتن صوبې کې په یوه کلي کې واقع الرحمن جومات ، په یوې آرام بخښونکي او طبعي لرلید سره د ملاشیائی دودیزې معمارۍ یوه ډيره ښکلي بیلګه شمیرل کیږي .

ایکنا خبري آژانس  د اباؤت اسلام نومې انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ ،  د ا لرّحمن  ښکلي جومات،  د ملایشیا د کلانتن صوبې له مرکز  کوتا  بهارو سره نزدې  په پولاؤ ګاجا واړه  کلي کې  د یوه جهیل  دپاسه  واقع شوی دی .   

دالرحمن جومات معماري د ملایشیائی معمارۍ له دودیز سټایل څخه اغیزمن دی او  په شاوخوا کې ئې طبعیي لرلید ډير ښکلی او آرامبخښونکی  دی او  دا  ئې د ملایشیا په یوه تر ټولو ښکلي جومات بدل کړی دی .  د ملایشیا د ۲۰۱۰ کال د   ملی سرشمیرنې  د راپور په اساس ، ددغ هیواد کابو یو شپيته اعشاریه درې فی صدي نفوس  د اسلام دپاک دین پیروکار دي 

که څه هم  اسلام  کابو اوه سوه کاله مخکې دغه هیواد ته وارد شوی ،خو  داروپائي استعمارپالو  څه  د پاسه څلور سوه کلن نیواک  چې  په په ۱۹۵۷کال کې پاي ته   رسیدلی،  د ملایشیا په ټولنې کې ددغه  دین د  څنډې ته کیدا لامل شو ی . 

ددغه هیواد له خپلواکۍ وروسته  اسلام یو ځل بیا د ملایشیا په ټولنې کې مرکزیّت وموند او ددغه هیواد  خلکو داکثریّت په دین بدل شو . 

 په ملایشیا کې  د الرحمن جومات د په زړه پورې  منظر ویډیو ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .

3986658

captcha