ایرنا خبری اژانس راپور راکړ ، د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د عالی شورا مشر آیت ا... محمد حسن اختري په افغانستان کې د اهل بیت د ټولنې د استازي د معرفئ په دستورو کې ووئيل ، دافغانستان شیعیان په ډیرو هیوادونو کې شتون لري او فعال دي . اهل بیت علیهم اسلام سره د دوي عشق او ارادت په ټولو صحنو کې له ورایه ښکاري او دم ګړۍ باید د افغانستان موضوع ته لازیاتپام وشي .
هغه د د سید رحمت ا... مرتضوي د هلوځلو په قدرونې سره ، د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې دنماینده په توګه د سید حسین عالمي بلخي ټاکل یو غوره انتخاب بللی او وئیلي ئې دي ، دغه ټولنه باید د افغانستان په مختلفو سیمو کې فعاله شي او د اهل بیت علیهم السلام مینه وال او پیروکار سره غونډ کړي .
آیت ا... رمضاني په دې خبرې په ټينګار سره چې دافغانستان په تاریخ کې دظلم او استکبار په وړاندې مقاومت یوه بیلګه پاتې شوي او د اهل بیت علیهم السلام له حریمه په دفاع کې د فاطمیونو کنډک ډير زیات شهیدان وړاندې کړي دي ، ټینګار کړی ، افغانستان باید له دې زیات په داخلی نښتو کې ښکیل نشي څو په دغه هیواد کې دامریکا دشتون لپاره کوم توجیهه شي .