د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د امریکا غلط درک په افغانستان کې د دغه هیواد د سپکاوی سبب وباله .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د حج په مناسبت په بیغام کې د مجاهدانو د نصرت په اړه د ریښتونی الهی ژمنې ته په اشارې سره وفرمایل د دغه مجاهدت لومړنې اغیزپه اسلامی هیوادونو کې له لاسوهنې او شرارت د امریکا او نورو زورویونکیو منع کول دی .
د رهبرۍ ستر مقام جوته کړه همدغه غلط درک سبب شو چی امریکا په افغانستان کې سپکه شی ، او په تیرو شلو کلونو کې له هغه شورماشور ډک ورداخلیدا او بیا د بی دفاع او ملکیانو پرضد د بمونو او وسلو کارولو وروسته ځان په جبۍ کې احساسوی او خپل ځواک او پوځی اوزار یې بهر کړ خو دغه وتل په افغانستان کې د سپینې ماڼۍ د شتون د پاې په معنا ندې . . البته ویښ افغان ملت باید په خپل هیواد کې د امریکا د نرم جنګ د وسلو او اطلاعاتی اوزارونوته پام او ځیر ووسی او په ځیرتیا سره هغو په وړاندې ودریږی .
امریکا هڅه کوی له افغانستانه د خپلو عسکرو له ویستلو وروسته په دغه هیواد کې د خپلو پروګرامونو او سیاستونو د تحقق په هدف چی د سیمې د هیوادونو له ګټو سره په تضاد کې دی ، خپل استخباراتی شتون پیاوړی او وساتی .
په همدې لړ کې افغانستان پر دې سربیره چی د امریکا د استخباراتی جنګ او په دغه هیواد کې د جاسوسۍ لپاره د نظر وړ اوزارونه ځای پر ځای کړی ، د سپینې ماڼۍ د نرم جنګ له وسلو سره هم مخامخ کیږی .
په داسې شرایطو کې ده چی د رهبرۍ ستر مقام خبردارې ورکړی دی چی د افغانستان خلک باید د امریکا د نرم جنګ د وسلو او اطلاعاتی اوزارونو ته ځیر ووسی او د دغه هیواد د غلیمانه سناریوګانو په وړاندې هوشمندانه مقاومت ولرلې شی .
امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن ناکامه شتون کې نه یوازې په دغه هیواد کی له ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو سره د مقابلې او مبارزې په ژمنې عمل ندې کړی بلکې د غلطو سیاستونو په غوره کولو سره یې په مځکنی او هوایی عملیاتو کې په زرګونو افغان ملکیان په وینو کی لغړولی دي . په همدې دلیل ده چی د افغانستان د بشری حقوقو په اورګانونو سربیره د بشری حقوقو نړیوالو مدافع اورګانونو هم په افغانستان کې د امریکا د جنګی جنایتونو د څیړلو غوښتنه کړی ده .
که څه هم امریکا په هڅه کی ده چی ځان په افغانستان کې د پرله پسې ماتو له جبۍ د خپلو عسکرو په ویستلو سره ځان وژغوری خودغه فیصله په افغانستان کی د استخباراتی او نرم جنګ په چوکاټ کې د امریکا د شتون د نوی بڼې د پیلیدو په معنا دی چی له پوځی شتونه زیاتې خطرناکې پایلې لری .