فدا حسین مالکي پرون کښې وویل: په تیرو دوو لسیزو کښې د امریکې لاسوهنه په افغانستان کښې د کړکیچ د رامینځته کیدو لامل ګرځیدلې ده او امریکا باید نړیوالو ټولنو ته ځواب ورکړي.
هغه زیاته کړه: د افغانستان ګاونډي هیوادونو ته، د امریکې د بدماشیو او زیاته غوښتنو په وړاندې غلې نه دي پاتې کیدل پکار.
د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن غړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره په دغه هیوادک ښې ناامنۍ ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکې د افغانستان د حکومت ملاتړ ونه کړ او د دغه هیواد خلک یې دغه شان پریښودل.
مالي د افغانستان د کړکیچ په هواري کښې مرستې ته د ایران د اسلامي جمهوریت په چمتووالي باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د افغانستان خلک، حکومت او طالبان باید په مذاکرې او خبرواترو سره د خپل هیواد د برخلیک فیصله وکړي.
هغه له افغانستان سره د ایران په ګډو پولو کښې د امنیت په رامینځته کولو باندې په ټینګار سره وویل: د افغانستان له کړکیچه مودې مخکښې د ایران د پوځ او سپاه ځواکونه په ګډو پولو کښې دیره شوي دي او تراوسه پورې د سرحدونو د امنیت لپاره هیڅ ستونزه نه ده رامینځته شوې.