IQNA

د امام خمینی د کلیزې په مناسبت

امام خمینی او اوسنۍ نړۍ نړیوال کانفرانس ترسره کېږي

9:51 - June 02, 2021
د خبر لمبر: 3484343
تهران (ایکنا) - «امام خمینی او اوسنۍ نړۍ» نړیوال کانفرانس د امام خمیني او اسلامي انقلاب څیړونکي انستیتیوت لخوا او د قرآنی نړیوال خبري آژانس(ایکنا)، د امام خمیني د آثارو د نشر او تنظیم موسسې او د حضرت امام خمیني د لمانځلو مرکزي دفتر په مرسته د زیارت په ورځ، ۱۳ خرداد د تهران په وخت له ۱۷:۰۰ نه تر ۲۰:۰۰ د امام خمیني په حرم کې ترسره کېږي.
د اسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت امام خیمنی د درې ویشتمې کلیزې په مناسبت د «امام خمینی او اوسنۍ نړۍ» تر عنوان لاندې نړیوال کانفرانس د امام خمیني او اسلامي انقلاب څیړونکي انستیتیوت لخوا او د قرآنی نړیوال خبري آژانس(ایکنا)، د امام خمیني د آثارو د نشر او تنظیم موسسې او د حضرت امام خمیني د لمانځلو مرکزي دفتر په مرسته د زیارت په ورځ، ۱۳ خرداد د تهران په وخت له ۱۷:۰۰ نه تر ۲۰:۰۰ د امام خمیني په حرم کې ترسره کېږي.
دا سیمینار به د امام خمینی د آثار او نشر او تنظیم کولو موسسې مشر حجت الاسلام علی کمساری په کوربه توب او د آیت الله سید حسن خمینی په وینا پيل شي او په درې برخو کې به وینا کونکي خپلې ویناوۍ وړاندې کړي.
د دې کانفرانس په لومړۍ برخه کې به په پوهنتونونو کې د رهبرۍ د معظم مقام استازی د دفتر مشر مصطفی رستمی،  د مذهبونو او دینونو د پوهنتون مشرابوالحسن نواب، د اهل بیت نړیوال پوهنتون مشر سعید جازاری، د امام خمینی د آثار نشر او تنظیم موسسې د مشر مرستیال احمد قلي زاده او د امام خمیني او اسلامي انقلاب څیړونکي انستیتیوت مشر وینا کوي.
همداشان د جمهوري عربي سوریه سفیر شفیق دیوب؛ ، جهاد اسلامی غورځنګ غړۍ ناصر ابوشریف، په تهران کې د فلسطین سفیر صلاح زواوی، او د لبنان د حزب‌الله دمشر مرستیال حجت‌الاسلام شیخ نعیم قاسم، د دې سمینار نړیوال پینل وي.
 
د ایران د کلیمیان رهبر داکټر حاخام یونس حمامی لاله‌زار، د تهران د موبدان انجمن مشر موبد دکتر ادشیر خورشیدیان؛ د آشوري شرق کلیسا مشر اسقف اعظم مارنرسای بنیامین؛ په تهران کې د ارمنستان استازی او په اسلامي مشورتي مجلس کې د شمالي ایران استازی مهندس آرا شاوردیان، د قومي او مذهبي اقلیتونو په هکله د ولسمشر ځانګړي مرستیال حجت‌الاسلام علی یونسی د سیمینار د دریم پینل ویناوي وي چې د "مذهبونو او باورونو پینل" تر عنوان لاندې به ترسره کېږي.
مینه وال کولې شي دا پروګرام په ژوندۍ توګه د جماران د ویبپاڼې، امام پورټل له لارې او همداشان د ایران راډیو او ټلویزیون ادارې له نورو چینلو هم کتلې شي.
3975041
 
captcha