IQNA

محمد اشرف غني:

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان نۀ ګوښې ته کيږي

22:39 - May 28, 2021
د خبر لمبر: 3484338
تهران (ایکنا)- افغان ولسمشر د مسلکي زده کړو او تعلیمانو اونۍ په غونډه کې وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان انزوا او ګوښې ته نه ځي.

محمد اشرف غني ، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د نړیوالې ټولنې او افغانستان تر منځ د تعلقاتو نوے باب پرانیستل شي.

هغه وویل، جمهوریت یوه لویه دائره ده، خو طالبان یوه وړه کړۍ ده، طالبان افغانان وژني، خو په وینا یې، حکومت طالبان په غېږ کښې نیسي او د دغه هېواد منلو ته یې هڅوي.

نوموړي یو ځل بیا د افغانانو تر منځ د یووالي په ساتلو او د ملت له لوري د ځایناستې په غوره کولو تاکيد وکړ.

هغه همدارنګه په ۳۰ ولایتونو کې والیانو ته امر وکړ چې د ځوان نسل د روزنې او د هيواد د پرمختګ په هدف د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده‌کړو پروژې پرانیزي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې ده تر ستمبر مياشتې پورې ټول امريکائي ځواکونه له افغانستانه ووځي چې د امريکې له دغې فېصلې څخه افغان حکومت ‎، حکومتي ادارو ، د مختلفو ګوندونو او ډلو مشرانو او خلقو هرکلی کړے دے. ځکه چې امريکې او نېټو ځواکونو په افغانستان کښې د امنيت او قرارۍ د ټينګولو او نشه ايزو توکو د توليد او قاچاق د ختمولو په بهانه په دغه هېواد حمله کړې وه چې د افغانستان په دغه شل کلن نيواک کښې په دغه هېواد کښې ناامني، د عامه خلقو قتل عام  او نشه ايزو توکو توليد او قاچاق نور هم زيات شول.

parstoday.com

captcha