IQNA

پاکستان د فلسطين د حالاتو د څېړنې لپاره د بشري حقوقو د شورا د تحقيقاتو هرکلے وکړ

22:34 - May 28, 2021
د خبر لمبر: 3484337
تهران (ایکنا)- پاکستان د فلسطين په نيواکي زمکو کښې د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ په اړه د تحقيقاتو د شروع کولو لپاره د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا د فېصلې هرکلے وکړ.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمد قرېشي د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ له ترکي مشر ولکان بوزکر سره په خبري کانفرنس کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له شورا وغوښتل چې د نړيوالو تحقيقاتو په شروع کولو سره د غاصب صهيونېسټ رژيم د فلسطين د مظلوم ولس په خلاف د وروستيو جنايتو د ترسره کولو په وجه ځواب ويونکے کړي.

د ملګرو ملتو د پينځه اويايمې عمومي اسمبلۍ مشر هم وويل: د فلسطين د مسئلې د هواري لپاره بې وسي ملګرو ملتو او دغې نړيوالې ادارې د امنيت د شورا اعتبار ته زيان رسوي.

parstoday.com

captcha