IQNA

یو څو ورځني امتحان د فلسطین ملت سرلوړی کړ / زړور شیخ جراح ته سلام

8:35 - May 22, 2021
د خبر لمبر: 3484324
تهران(ایکنا) - حضرت آیت الله خامنه اي د یوې بیانیه په صادرولو سره د فلسطین مقاومت ته له صهیونیسټي رژیم سره په دولس ورځني جنګ کې په بریالۍ مبارکي وړاندې کړې ده.

فلسطینیو مجاهدینو ته دبریالیتوب په ورکولو دلوي خداي منندوي یوو
دا سلامی انقلاب معظم لارښود او ومسلمینو ولی امر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د یوې اعلامیې په خپرولو سره له وحشي صهیونیسټي رژيم سره په د ولس ورځني جنګ کې د مقاومت دبریالیتوب په باب درستو فلسطنینو مبارزو او مقاومتي ډلو ته مبارکي وئیلي فرمائيلي ئې دي ، د جرمونو تسلسل او د اوربند غوښتنه دواړه د صهیونسټ حکومت ماته ګڼل کیږي. دغه خبیث حکومت به تر دې هم زیات کمزوری شي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د غزې اتل او مقاومت کونکو مبارزو ډلو ، د فلسطین میړني او شجاع ولس باندې د سلام او درود په استولو سره هم فرمائيلي دي ،؛دخداوندمتعال دهغه عزت او نصرت لپاره چې د فلسطین مبارزو مجاهدینو ته ئې ډالۍ کړی ، منندوي یوو او دشهیدانو د وړاندې کونکو کورنیو پر زړونو دملهم دکیښودو او دډاډمنیدا او د شهیدانو لپاره د بهشت بریّن او ورباندې د رحمت د وریدا او ټپيانو د زرترزره د ښه کیدا لپاره د خداوندقدس په دربار کې لاس په دعا یوو او دجنایتکار او خبیث صهیونیسټي رژيم دجنایتونو په وړاندې په بریالیتوب مبارکي وایوو .
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه ي ددې خبرې په کولو سره چې ددغو څو ورځو امتحان د فلسطین ملت سرلوړی کړی روښانه کړې د ه ، وحشي او لیوۀصفته دښمن په سمه تشخیص کړې ، چې د یو موټي فلسطینی ملت د په یوه خوله پاڅون په وړاندې بې وسه دی .
دا سلامی انقلاب معظم لارښود زیاته کړې ، له غزې د اته څلویښتم کال له ټاټوبي او کیمپونو سره د لویدیځي غاړې او قدس دملګرتیا امتحان، د فلسطنیانو راتلونکي لارې چارې نندارې ته وړاندې کړي اوپه دغو دولسو ورځو کې وحشي رژيم په غزې کې ډير ستر جنایتونه کړي او عملا ئې ثابته کړې ده چې د دفلسطین له یوموټي پاڅون سره په مقالې کې د بې وسۍ له امله ئې چلندونه ، دومره بې شرمه او له لیونتوبه ډک دي ، چې دردستې نړۍ عمومی افکار ئې په خلاف راپورته شوي او دوي خپل ځان او د دوي لویدیځوال ملاتړي حکومتونه په تیره بیا جنایتکاره امرکیا ‎، دتیر وخت پّ نسبت هم لا زیاته کرکیجنه او منزوي ویني،د جنایتونو دوام او اور بند غوښتنه ئې دواړه د دوي لپاره ستره ناکامي وه او مجبوره شوي څو ماته خوړنې ته غاړه کیږدي .
د مسلمینو ولی امر په دې خبرې په ټينګار سره چې خبیث صهیونیسټي رژيم به له دې هم لاکمزوری شي وئیلي دي ، د فلسطنیو ځوانانو چمتووالی او د ارزښتمنو جهادي ټولګو قدرت نندارې ته وړاندیکیدا او وار د واره ئې قدرتمیندا، فلسطین لا پیاوړی او لاقدرتمند کړی او عاصب رژيم به ورځ تربلی لاکمزوری او سپک کړي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د نښتو دپیلیدا او ددریدا وخت د فلسطین له جهادي اوسیاسی شخصیتونو له تشخیص سره اړه لري ، خو په صحنې کې چمتووالی او قدرتمن شتون ، ختمیدونکی نه دی ، زیاته کړې ده ، د خبیث رژيم او د تالی څټو ښارګوټو میشتو صهیونیسټانو د سرزوریو په وړاندې د شیخ جراح سیمې تجروبه ،باید د فلسطین د غیور ا و میړني ولس همیشنۍ دستورالعمل شي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي همداراز ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی نړۍ د فلسطین د قضیې په وړاندې بشپړ مسئوله ده او دیني دنده لري ، روښانه کړې ده ، د حکمرانانو تجروبې او سیاسی عقل هم دا شرعي حکم تائيدوي او ورباندې ټينګار کوي ، مسلمان حکومتونه باید د فلسطین دملت په ملاتړ او پشتیبانۍ کې ډګر ته په صادقانه توګه وارد شي ، هغه که په پوځي پیاوړتیا کې وي او که په مالی پشتیبانۍ کې چې د تیر وخت په نسبت ئې نن سبا ډير زیات ضرورت دی او هغه که ، په غزې کې د بیخ بینائی تاسیساتو او کنډوالو په بیا رغاونې کې کې وي . حضرت آیت ا... . العظمی سید علی خامنه اي د ملتونو غوښتنه او تعقیبونه ، ددغې دینی اوسیاسی غوښتنې پشتیباني بللې او فرمائيلي ئې دي ، مسلمان ملتونه باید له خپلو حکومتونو ددغې دندې دترسره کیدا غوښتنه وکړي ، پخپله ملتونه هم ، د خپل توان په حد کې د سیاسی او مالی ملاتړونو دنده په غاړه لري .
داسلامی انقلاب معظم لارښود په پاي کې په دې خبرې په ټینګار سره چې یوه بله مهمه دنده ، د سپيرۀ جنایکار، تورزړي صهیونیسټي حکومت د سزا کولو تعقیبول دي ،ټينګار کړی ، درست ویښ وجدانونه تصدیق کوي ، چې په دغو دولسو ورځو کې د فلسطینیو ماشومانو ،ښځو او بوډاګانو د وژلو پراخ جنایتونه باید بې سزا پاتې نشي ، جنایتکار نتن یاهو او دهغه د خبیث رژيم درست اغیز شیندونکي عوامل باید په نړیوالو او خپلواکه عدالتونو کې تعقیب شي او سخته سزا ورکړل شي او دا به ان شاا... په الهي قدرت سره پوره کیږي .
3972855

captcha