IQNA

اردوغان پاپ ته په خطاب کې: اسراییل ټول انسانیت په نښه کړی دی

21:59 - May 17, 2021
د خبر لمبر: 3484309
تهران (ایکنا) - د نړۍ د کاتولیکو مشر ته په خطاب کې د ترکیې ولسمشر وویل: د اسراییلو رژیم نه یوازې مسلمانان او عیسایان، بلکې انسانیت په نښه کړې دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نړۍ د کاتولیک مشر پوپ فرانسس سره په تلیفوني خبرو کې د غربي څنډې او غزې تړانګې پر اوسني مسلو خبرې وکړې.
اردوغان د غزې په تړانګه د صهیونیسټي رژیم لخوا هوايي بریدونو په غندلو سره وویل: د دې بریدونو هدف یواځې د فلسطین خلک نه و بلکې ټول مسلمانان، مسیحیان او په نهایت کې ټول بشریت دی.
هغه په دوام کې وویل: ټول بشریت باید د اسرائیلو نیواکګر په وړاندې چې په دینی مقدساتو له برید ډډه نه کوي یو مټۍ شي.
اردوغان د پاپ فرانسیس د پیغام په اهیمت او غبرګون چې په مسیحیت ټولنه کې اثر لري، ټینګار وکړ.
اردوغان په دې بیان سره چې ترکیې د نړیوالو سازمانونو په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې خورا ډیپلوماتیک عمل ترسره کړی، وویل: په هرصورت ، د امنیت شورا خپله دنده او مسؤلیت نه دی ترسره کړی.
د رژیم صهیونیسټي لخوا د غزې په تړانګه د برید په اتمه ورځ د شهیدانو شمیر تر ۲۱۸ تنو رسیدلۍ چې په کې ۵۸ ماشومان او ۳۴ ښځې شاملې دي.
3972091
captcha