د پاکستان د
بول خبري آژانس له سایت په نقل سره، د پاکستان د مذهبي چارو وزارت پرون د يوې بيانيې په خپرولو سره وويل: د دغه هېواد د مذهبی چارو وزير پير نورالحق قادري په دغه آنلائن غونډه کښې په خپله وېنا کښې وويل، پاکستان د صهيونېسټ رژيم وروستي اقدامات د نړيوالو قوانينو څرګنده خلاف ورزي او د انساني اصولو په خلاف بولي او د فلسطين د مسلمانانو په خلاف د صهيونېسټ رژيم د ګواښونو او يرغليزو سياستونو په دوام اندېښمن دے.
هغه د غزې په تړانګه د صهيونېسټ رژيم د حملو په غندلو سره د فلسطين له حکومت او ملت سره د پېوستون څرګندونه وکړه او زياته يې کړه، د مسجدالاقصی بې حرمتي او د بې دفاع فلسطينيانو په خلاف غېرانساني اقدامات هيڅکله د قبول وړ نه دي او ټول الهي دينونه د بيت المقدس په سپېځلې خاوره حملې نه مني.
د پاکستان د مذهبي چارو وزير همدارنګ د فسلطين د حالت د څېړنې او د صهيونېسټ رژيم د يرغليز اقداماتو د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا او د اسلامي تعاون تنظيم د فوري غونډو جوړولو غوښتنه وکړه.