IQNA

دایکنا سره دعراقې سلاکارخبرې اترې

12:32 - March 18, 2021
د خبر لمبر: 3484177
تهران (ایکنا) - په نړۍ کې دحضرت امام حسین (َع)دغورځنګ دپراختیا نښې نښانې موجودي.

شیخ بهاالدین الجبوری ،په اسټرالیاکې میشت دینې سلاکار او روحانې وویل په نړۍ کې دحضرت امام حسین (ع) دالهي او انساني غوړځنګ د زیاتوپراختیا نښي وجودلري اوهرڅومره چې

ددغه غورځنک په اړه معلومات لرو یوازي دیویخه غړڅوکه ده .

میشت په اسټرالیاکې دینې سلاکاراوعراقې شیعه روحانې شیخ بهاالدین الجبوری دایکناسره په خبرواتروکې دحضرت امام حسین

علیه السلام دزوکړۍ اودشعبان ددریمې نیټې په مناسبت د

امام حسین (ع) دغورځنګ دټل پاتې اوپایدارې لاملونه اوداسلام ددین دپاته کیدوپه اړه وویل دامام حسین غورځنګ داسلامي ارزښتونو احیاءاو دشریعت دپاته کیدو سبب شو. امام حسین (ع) له مدینې څخه دوتلوپه شپه کې خپل ورورته دوصیت نامې په یوه برخه کی وویل «أني لم أخرج أشراً، ولا بطراً ولا مفسداً، ولا ظالماً، وإنما خرجت لطلب الاصلاح في أمة جدي، أريد أن آمر بالمعروف وأنهي عن المنكر فمن قبلني بقبول الحق فالله أولى بالحق، ومن رد علي هذا أصبر حتى يقضي الله بيني وبين القوم بالحق، وهو خيرالحاكمين» داچې زه د سرغړوڼې ،ځانمنمۍ، .تکبر،فساد او د ظلم لپاره مې غورځنګ نه دی ګړې.

اوزه دخپل نیکه دامت دچاروداصلاح کولوپه نیت مي غورځنګ وکړ.غواړم چې په نیکۍ سپارښتنه وکړم اوله بدۍ څخه مخنوۍ وکړم اودخپل نیکه اوپلار علی بن ابې طالب په څیر چلندوکړم

هغه دحسینې غوړځنګ دټل پاتې والې لاملونه پنځوموردونه وشمیرل اووویل لومړۍ داچې حسیني غوړځنګ الهې اودانبیاء په لار له حضرت آدم علیه السلام څخه ترحضرت خاتم الانبیاء (علیهم السلام ) وو.اوهمدا راز دامام حسین (ع) دغوړځنګ دتل پاتې کیدو دوهم دلیل ددغه غوړځنګ دپراخواولوړوانسانې هدفونه وو.

اودریم دلیل داچې دحسیني غوړځنک سړیو توکمپالنې له مینځه یوړل انساني اوکلتوري ارزښتونه يې روښانه کړل په دغه غوړځنګ کې سپین ژړي ، ځوان ،کوچنې ،لوې ،ښځه او شیدو ردونکو خوړونکو ماشومانو شتون درلودل.اودغه شاخصونه دغه غوړځنګ دنړۍ له نورو غورځنکونه څخه بیل کړې دي .

هغه همداراز وویل : دحسینې غوړځنګ دتل پاتې کیدا څلورم دلیل دبشریت په تازیخ کې ددغه غوړځنک مقدس مبارزې . ثبات او بیسارۍ استقامت اودریدا وې. اوهمدارازددغه غوړځنګ په بهیر کې دښځو رول ته په پام سره  دحسیني غوړځنګ تل پاتې پنځم دلیل دامام حسین داهل بیتوپاتي شویوکسانواوښځو وګنوځکه چې هغوي دامام حسین (َع) د غوړځنګ جلوې لا روښانه کړې دي.

 

https://iqna.ir/fa/news/3960004

captcha