IQNA

دشعبان المعظم د میاشتې عملونه / دپیغمبر دمیاشتې پیل

10:50 - March 16, 2021
د خبر لمبر: 3484163
تهران (ایکنا) - نن دشعبان المعظم دمیاشتې لومړې ورځ ده، هغه میاشتې چې روژه نیول، استغفارکول اود ذکرویلوپه اړه زیات سپارښتنه شوې ده.

دایکنا خبري آژانس ، نن ورځ دشعبان المعظم لومړې روځ ده  چې په رسول الله (ص) ته منتسب دی ددغې میاشتې په ارزښت اوفضلیت د ابس دی چې دامام حسین (ع) ،حضرت ابوالفضل (ع) ،امام سجاد (ع)اوحضرت مهدی (عج) له برکټ نه ډک زیږیدنې پکښي راغلي دي.

ددغه میاشتې دفضلیت په اړه زیات حدیثونه نقل شوي دي چې له هغې جملې څخه حضرت امام جعفرصادق (ع) فرمايې : هرڅوک چې دشعبان میاشتې لومړې روځ روژه ونیسې هرومربهشت پرهغه فرض کیږي اوهرڅوک چې دوه ورځي (دشعبان میاشتې )

روژه ونیسې. متعال خدای هرشپه او روځ هغه ته نظر کوي اوهغه په بهشت کې دمتعال خدای ترنظرلاندې دی اوهرڅوک چې درې ورځې روژه ونیسې هرورځ له بهشت څخه په عرش کې خدای تعالې زیات کوي.

(الراقبات ص ۱۷۷، مفاتیح الجنان ، دوم فصل دشعبان میاشتې په عملونو)

رسول الله (ص) هم وايې هرڅوک چې دشعبان میاشتې دلومړۍ درې ورځې روژه ونیسې اوپه شپوکې عبادت وکړي اودوه رکعته لمونځ وکړي چې په هررکعت کې یوځل حمد اویولس ځل ((قل هوالله احد)) قرائت کړي خدای تعالې دځمکې اوآسمان ،دابلیس له

اشره اودظالم له ستمه څخه ساتي. اودهغه ډیرجرمونه بخشې.

 

دشعبان په میاشت کې استعفار

دروژې په څنګ کې ،دشعبان په میاشتې کي استغفارکول هم ډیرسپارښتنه شوې ده.

 

صدقه ورکول

په روایت کې راغلې ده چې دحضرت امام صادق (ع)  څخه پوښتنه وشوه یابن رسول الله ! په دغه میاشت کې ښه عملونه کوم دي ؟

وویل استغفار اوصدقه ورکول .

 

دشعبان په میاشت کې لمونځ

دشعبان په میاشت کې لمونځ زیات فضلیت لرې هرڅوک چې د شعبان په میاشت کې دوه رکعته لمونځ وکړي متعال خدای دهغه حاجتونه سرته رسوي .

دشعبان دمناجات قرائت

حضرت امیرالمومنین علې (ع) اودهغه اولادونه دشعبان په میاشت کې دغه مناجات يې قرائت کول.

دشعبانېه صلوات ( درود)

دشعبان د میاشتې له ګډوعملونوڅخه یودادی چې هره ورځ دغرمې په مهال اودشپې په نیمايې دغه درودچې له امام سجاد(ع) له قول ذکرشوی دی قرائت شي.

https://iqna.ir/fa/news/3959725

captcha