د پاکستان جیو ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړ ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون ناوخته په اسلام اباد کېې د دملګروملتو دعمومی اسمبلۍ له مشر ولکن بوزکر سره په کتنې کې وئیلي دي ، هغه تر ټولو مهمه خطره چې دنړۍ مسلمانان ګواښي ، له اسلامه د ویرولو پروسه ده چې د نړۍ دسترو هیوادونو له خوا ورته لمن وهل کیږي .
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړي ده ، ملګري ملتونه دنده لري ، له اسلامه د ویرولو د پروسې په مقابل کې دې د مسلمانانو دفاع وکړي .
عمران خان په دغې کتنې کې همداراز د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمې موضوع ته هم اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، ددغې سیمې موضوع هم باید دنړیوالو ټولنو او خبرواترو له لارې حل شي .
ولکن بوزکر هم له لومړی وزیر سره له کتنې وروسته د پاکستان له خارجه وزیر سره یوځاي په خبري کنفرانس کې په نړۍ کې د څواړخیز پالنې په اهمیّت په ټينګار سره دسیمې اونړۍ د مسئلو له حل کولو سره دمرستې لپاره دغې رودې ته د فرصت ورکولو غوښتنه کړې ده . دملګروملتو د عمومي اسبملۍ مشر ولکن بوزکر پرون سهار په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی دی .
تهران راډیو