IQNA

په اذربایجان جمهوریت کې "د انقلاب معمار او له فلسطین څخه ملاتړ" مقالې خپرول

12:34 - June 06, 2020
د خبر لمبر: 3483230
تهران (ایکنا) - د اذربایجان جمهوریت په تضادلار خبري ویبپاڼه او ورځپاڼه کښې د انقلاب معمار او له فلسطین څخه ملاتړ مقاله خپره کړې ده.

اسلامي اړیکې او کلتور ادارې عمومي اړیکو څخه په نقل، د امام خمینی د کلیزې په مناسبت "د انقلاب معمار او له فلسطین څخه ملاتړ" یو مقاله په باکو کښې د ایران د کلتوري ادارې د مشر اصغر فارسي په قلم سره د اذربایجان جمهوریت تضادلار په خبري سایت او ورځپاڼه کښې خپره شوه.
دا مقاله د حضرت امام خمیني له کلام څخه چې پکې وایي: ځیني ساده کسان فکر کوي چې مونږ له دې وجهې چې د فلسطین خلک شیعه نه دي د هغوي له دفاع څخه لاس واخلو، خو مونږ د اسلام منونکې یو، له ټولو مظلومانو څخه دفاع کوو، پیل کېږي.
لیکوال د دغه مقالې په یوه بله برخه کښې، د اسلامي جهاد په اړه د قرآن کریم د آیتونو په ذکر سره د امام خمیني د فلسطین او د فلسطین له خلکو څخه د دفاع په اړه وینا راوړې ده.
3903093

captcha