IQNA

د الجزایر د قرآن راډیو لخوا د یو خبر رد

10:51 - June 05, 2020
د خبر لمبر: 3483223
تهران (ایکنا) - د الجزایر قرآن راډیو په یوه بیانیه کښې د دغه رسنیو لخوا د جمعې لمنځونو لپاره د جوماتونو د خلاصیدو خبر رد کړ.

د الجزایر قرآن راډیو خبر ورکړ: د قرآن راډیو په الجزایر کښې له راروانې چهارشنبې د جوماتونو د خلاصیدو خبر چې دې رسنۍ ته یې نسبت ورکړی شوی اود خبر له صحت څخه بې اطمینانه په ټولنیزه چینلو کښې خپور شوی، رد کوي.
د الجزایر قرآن راډیو په بیانیه کښې راغلي: دا راډیو په کلکه دا خبر رد کوي او ټینګار کوي چې دې راډیو په خپلو خبرونو، پروګرامونو او په ټولنیزه چینلو کښې هیڅکه دارنګه خبر نه دی ورکړی.
دا بیانیه زیاته وي: زمونږ دنده دا ده چې دا شان یو خبر د دغه ادارې له مسؤل څخه په رسمي توګه بیانیه خپرولو وروستو خبر خپور کړواو قرآن راډیو له دغه څخه چې ورته یې نسبت ورکړی شوی له دغه خبر د برائت اعلان کوي.
3902995

captcha