IQNA

مقاومت په سیمې کې د سلطې د نظام ددسیسو د ماتې عامل دی

10:27 - November 17, 2019
د خبر لمبر: 3482509
نړیواله ډله: شیخ نعیم قاسم د اسلامی هیوادونو پر وحدت او یووالی ټینګار کړی او وئیلی دی،د اسلامی هیوادونو امکانات ،باید له نړیوال استکبار سره د مقابلې لپاره غونډ شی .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، د  لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ دعمومی منشی مرستیال شیخ نعیم قاسم  بیګا د اسلامی وحدت   د درې ورځنی   درې دیرشم نړیوال کنفرانس   په پایزو دستورو کې پخپلې ویناکې  په سیمې کې  د نړیوال استکبار  د دسیسو ناکامۍ ته په اشارې سره  ووئیل ،  د سلطې له نظام سره د مقاومت د چورلیز  مخامخیدا،  دهغوی  د پروګرامونو  ناکامول په ځان پسې درلودلی دی .شیخ نعیم قاسم  د اسلامی هیوادونو پر وحدت او یووالی ټینګار کړی او وئیلی دی،د اسلامی هیوادونو امکانات ،باید  له نړیوال استکبار سره د مقابلې لپاره  غونډ شی . هغه  د فلسطین موضوع  داسلامی مقاومت  د چورلیز یوه اصلی اوبیلګه موضوع وبلله او ټینګار ئې وکړ . مسلمانان باید  د فلسطین  پر موضوع سره  راغونډ شی ، ځکه  د سیمې درست  بدلونونه  دې موضوع  ته ورګرځی  .  دلبنان د حزب ا.. ولسی غورځنګ دغه لوړپوړی  مقام  همداراز  د سورئې په ضد د وروستیو کلونو د د سیسو اصلی هدف د مقاومت  چورلیز ته ګوزار ورکول او د فلسطین کمزوری کول  او  صهیونیسټانو وړاندیزې سازباز ته د دغه مظلوم ملت   دغاړه کیښودل وبلل .
شیخ نعیم قاسم اسلام ته پابندی،د اسلامی وحدت پیاوړتیا،له فلسطینه ملاتړ  او  منظم ظرفیّتونه، د مقاومت د چورلیز د موخو په لارې  کې د اسلامی نړۍ د پرمختګ د سنجونې لپاره لازمې ځانګړتیاوې وبللې . همداراز د  فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  یوه لوړپوړی مشر اسامه حمدان هم  په دغه کنفرانس کې پخپلې وینا کې،د اسلام له دینه  دسم  فهم او درک پیاوړتیا او راتلونکو نسلونو ته ئې منتقلول،د صهیونیسټ رژیم په مقابل کې د کلک مقاومت لپاره د اسلامی امت د توانمنیو پیاوړتیا،د مقاومت د چورلیز د پروګرامونو دودیدا  او  داسلامی لیدتو سم  درک  اوفهم  د سسټماټیک کولو لپاره ځوان نسل ته پام او دهغوی  د منحرف کیدا  مخنیوی  د اسلامی ویښتیا  مهم ضرورتونه وبلل.
captcha