د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د اسلامی وحدت د درې دیرشم نړیوال کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې روښانه کړې، که څه هم دښمن کوښښ او هڅه کوي خو د اسلامی نړۍ عمومی افکار به اجازت ورنکړی چې د فلسطین او قدس موضوع هیره شی .
هغه د پيغمبر صلی الله علیه و آله او د پیغمبر اکرم د نور، رحمت او فرزند حضرت امام صادق علیه السلام د زوکړي او د وحدت د اونۍ مبارکۍ ورکولو سره د راغلي میلمنو نه درناوي وکړو.
د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی زیاته کړه په اسلامی نړۍ کښې استراتژیک غلطي هغه وخت رامینځته کېږي چې ځینې اسرائیل ته د ملګري په توګه پام وکړي.
ډاکټر حسن روحانی د اسلامی نړۍ د ویښتیا او هوښیارۍ په سیوری کې د امریکا او صهیونیسټ رژیم دسیاستونو ناکامۍ ته په اشارې سره روښانه کړې ، د افغانستان د مظلومو خلکو وژلې ، د یمن دبې څوکه ولس وژلې او په اسلامی هیوادونو کې د اختلاف او درز رامینځةکول ، په سیمې کې د امریکا د سپیرو دسیسو اغیزې دی .
د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې فلسطین باید د همدغې سیمې د اتل مسلمانو او فلسطینیانو په لاس آزاد شی ، زیاته کړې ،ځوان نسل باید درک کړی ، چې ا مریکا د سیمې د ملتونو اومسلمانانو هیڅکله هم دوست نشی کیدلی او دسیمې د مشکلاتو اوستونزو حل باید د دسیمې د ملتونو په وسیله حل شی .
د اسلامی ایران ولسمشر له صهیونیسټ رژیم سره د ځینو اسلامی هیوادونو په سازباز او دمسلمانو ملتونو او د مقاومت د چورلیز په ضد ددغه وحشی رژیم له اطلاعاتی امکاناتو څخه په استفادې دخواشینۍ په ښودلو سره ټینګار کړی ، اسلامی ایران د فلسطین دمظلوم ملت څخه په دفاع کې له امریکا او صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې په لومړنۍ لیکې کې دی .
د اسلامی ایران ولسمشر په دغو دستورو کې د اسلامی مذهبونو د نزدې والی د نړیوالې ټولنې د غوره دولسو کتابونو مخ کتنه هم وکړه .
له مسجد الاقصی څخه په دفاع کې داسلامی امت د وحدت په شعار سره د اسلامی وحدت په مناسبت درې دیرشم نړیوال کنفرانس د نړۍ د نوی هیوادونو د څه دپاسه څلور سوه میلمنو ، عالمانو اومتفکرانو په شتون سره په تهران کې نن پیل شوی او تر شنبې ورځې پورې به د وام ولری.