د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، په لبنان کښې د خلکو اعتراضونه د مالیاتو پرضد په اقتصادی غوښتنو سره پیل شول او سوکه سوکه یې سیاسی رنګ او بوې خپل کړ .
د لبنان ولسمشر میشل عون د اعتراض کونکو د غوښتنو په ملاتړ کولو سره ټینګار وکړ باید په دریو(۳) موضوعګانو یعنی له فساد سره په مبارزې ، د اقتصادی حالاتو په ښه کولو او مدنی ټولنې ته د رسیدا لپاره په هڅې تمرکز وکړو .
هغه وویل د لبنان په حکومت دخلکو اعتماد له مینځه تللی دی او د دغه اعتماد بیرته لاس ته راوړل وخت غواړی چې ولس ډاډمن شی چې کارونه د لارې له نقشې سره سم چې مونږ انځور کړی ده روان دی .
د لبنان ولسمشر میشل عون د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک ته د حزب الله غورځنګ په پاې بندۍ ټینګار سره وویل د حزب الله مالی کلابندۍ د لبنان دټولو خلکو د کلابند کولو په معنا ده .
د ملګروملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ پریکړه لیک د ۲۰۰۶ میلادی کال د اګست د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه د لبنان دحزب الله غورځنګ او د اسرائیلو ترمینځ د جنګ دختمیدا لپاره صادر شوی وو .
parstoday.com/ps