له جلاله آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې پرون مازیګر خواوشاه څلور بجې د دغه ښار په لومړۍ ناحیه کې پر یو کاستر موتر د ماین چاودنه وشوه.
د ننکرهار د والې ویاند عطاالله خوګیانی وایی چاودیدونکی توکی په یو زرنج موټر سایکل کې ایښودل شوې و او د امنیتی ځواکونو لیکو ته دنویو جذب شویو سرتیرو موټر یې په نښه کړ چې له امله یې دیو ماشوم په ګډون لس تنه ووژل شول او اوه ویشت تنه نور ژوبل شول. د والی ویاند وویل ژوبل ټول د جلال اباد مرکزې روغتون ته لیږدول شوې چې ډاکترانو دیو شمیر ټپيانو روغتیایې حالت داندیښنې وړ بللی دی.
تر اوسه د دې چاودنې پړه چا پر غاړه نہ ده اخیستې.