IQNA

د نامعلومو وجوهاتو په بنياد ملېشيا او انډونېشيا ته هم د بن سلمان سفر لغو شو

0:00 - February 18, 2019
د خبر لمبر: 3481965
نړیواله ډله: ملېشيا او انډونېشيا دوو هېوادونو ته د آل سعود وليعهد سفر د نامعلومو وجوهاتوپه بنياد لغو شو.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ملېشيا د برناما سرکاري خبري اژانس د رپوټ له مخې د دغه هېواد وزيراعظم ماهاتير محمد پرون دخبريالانو په ټول کښې وويل، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د څه وجې له بيانولو بغېر ملېشيا ته خپل سفر لغو کړ او دغه سفر يې بل يو وخت ته وځنډوۀ.
همدارنګ د انډونېشيا خارجه وزارت هم په يوې بيانيه کښې دغه هېواد ته د سعودي وليعهد د سفر د لغو کېدو خبر ورکړ او وې ويل چې  انډونېشيا ته د هغه د سفر لپاره څه نوې نېټه نه ده ټاکل شوې.
له دې مخکې د پاکستان خارجه وزرات هم ويلي دي چې دغه هېواد ته د سعودي وليعهد سفر چې ټاکل شوې وه پرون د خالي په ورځ وشي وځنډېد او امکان دے چې نن اسلام آباد ته لاړ شي.
د يادونې ده چې د پاکستان په شمول په ځينو هېوادونوکښې د بن سلمان له سفر سره سخت مخالفتونه شوي او د مختلفوطبقوخلقو يو لړ احتجاجي مظاهرې او غونډې جوړې کړي دي.


captcha