IQNA

مزار شریف تر سری لانکا ورسېد

22:27 - October 06, 2018
د خبر لمبر: 3481587
نړیواله ډله: د مزار شریف فلم د ایران کلتوری سازمان په همت سره د سری لانکا فلم ملي ګډون په تالار کښې نندارې ته وړاندې شو.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د مزار شریف فلم د عبدالحسن برزیده د هدایت او لیک، د منوچهر شاهسواری پروډیوسرۍ او د انګلیسې ژبې لاندې لیک سره د ایران سینما کتونکو لپاره د سری لانکا فلم ملي ګډون په تالار کښې نندارې ته وړاندې کېږي
مزار شریف د ایرانی ډیپلومات وژنې کیسه چې د افغانستان په مزار شریف کښې په ایران کونسلګرۍ کښې د طالبانو له اړخه رامنځته شوې وه او د ایران په کونسلګرۍ کښې ۱۰ تنه یی په شهادت رسولې وو.
دا پروګرام چې د ګډون کوونکو ستر استقبال سره مخامخ شو، د ایران کلتوری سازمان په همت سره د فلم په چوکاټ کښې وړاندې شو.
همدارنګه له نندارې نه مخکښې، د ایرانی خوراکونو او همدارنګه د ایران رسم او آداب په اړه هم وړوکې مستند نندارې ته وړاندې شو.
http://iqna.ir/fa/news/3752026
captcha