IQNA

د امام حسن عسکري علیه السلام د زوکړې جشن په کویټه کې پیل کېږي

5:44 - January 20, 2016
د خبر لمبر: 3479789
نړیواله دله: د امام حسن عسکري علیه السلام زوکړې جشن د پاکستان کویټه ښار حسینيه او جوماتونو کې پیل کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان کویټه ښار د معصوم امامانو د زوکړې جشن پیل کولو کمېټه اعلان کړي چې د امام حسن عسکري علیه السلام د زوکړې جشن مراسم به په ۳۰ دی باندې د ماښام او ماخستن لمانځه نه پس د دې ښار په مختلفو جوماتونو او حسينيه کې پیل کېږي.

دا مراسم به د سید آباد، فاطمیه، امام رضاعلیه السلام، خاتم الانبیاء صلی الله علیه و آله جومات او د علمدار کلتوری سازمان کې پيل کېږي او تر څلورم بهمن پوری به ادامه لري.

د قرآن تلاوت، د عالمانو تقریرونه او منقبت د امام حسن عسکري علیه السلام د زوکړې جشن پروګرامونه ټاکلې شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3468388

captcha