IQNA

افغانستان ته د افغان حاجیانو د ستنیدلو بهیر پیلیږي

10:49 - August 16, 2019
د خبر لمبر: 3482352
نړیواله ډله:ښاغلي دریځ وویل " سږکال اتو تنو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او هم دوه تنه ماشومان، چې یوه یې انجلې او بل یې هلک دی، د حج د مراسمو په ورځو شپو کې نوي زیږیدلي دي

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي، سږکال دیرش زره افغان حاجیانو د حج مراسم پر ځای کړي او د دغو مراسمو پر مهال یوازې اته حاجیان د ناروغیو له امله وفات شوي دي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ناصرالدین دریځ وویل چې ټاکل شوې د افغان حاجیانو د ستنیدلو لړۍ د روانې اونۍ له شنبې یا یکشنبې پیل شي.
ښاغلي دریځ وویل " سږکال اتو تنو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او هم دوه تنه ماشومان، چې یوه یې انجلې او بل یې هلک دی، د حج د مراسمو په ورځو شپو کې نوي زیږیدلي دي".
سږکال دیرش زره افغان حاجیان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.
ټاکل شوې د سعودي عربستان څخه به د افغان حاجیانو د ستنیدلو بهیر د کام ایر هوايي شرکت د الوتکو له لارې په ۲۵ ورځو کې بشپړ شي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې د سعودي عربستان د جدې له ښار څخه به افغان حاجیان په کابل سربیره دهرات، مزارشریف او کندهار هوايي ډګرونو ته هم واستول شي.
دا وزارت وايي، سږکال د حج پر مراسمو هر حاجي شاوخوا ۲۸۰۰ امریکايي ډالره مصرف کړي دي.
د تیرو کلونو په څیر سږکال هم یو شمیر افغان حاجیانو د حج د مراسمو پر مهال د افغان حکومت له خوا د هغوی د اوسیدو لپاره د برابرو شوو سهلتونو د بڼې په اړه شکایتونه کړي دي.
خو د افغانستان حج او اوقافو وزارت وايي، د تیرو کلونو پرتله د افغان حاجیانو د اوسیدانې لپاره يې ډیر سهلتونه برابر کړي وو.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i84035

بچوې: iqna
captcha