د ایکنا راپور له مخې، د فلسطین د کورواکو تشکیلاتو مشر پرون د اردن سیند د لویدیځې غاړې مرکز رام ا... ته نزدې د فلسطیني کډوالو د یو کیمپ په کتنه کښې وولی: ټول اسرائیلي ښارګوټي به له مینځه لاړ شي.
د ایرنا د خبر له مخې محمود عباس څرګنده کړه: اسرائیلي ښارګي به د تاریخ کندې ته ولویږي او فلسطیني ټاټوبی به د هغه اصلي خاوندانو ته ورستون شي.
د ویلو ده چې صهیونیسټي رژیم تل د نړیوالې ټولنې په غوښتنې باندې د ځان په نانګاره کولو سره د صهیونیسټ میشتو ښارګیو جوړولو ته دوام ورکوي او په دې لړ کښې یې د امریکې له خوا پوره پوره ملاتړ کیږي.
د نړیوالو قوانینو له مخې دغه ټول ښارګوټي، غیرقانوني دي.
د ملګرو ملتو امنیت شورا د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲۳ نیټه په یو پریکړه لیک کښې له صهیونیسټي رژیمه غوښتې دي چې د فلسطین په نیواکي خاوره کښې د خپلې ښارګي جوړونې ټول فعالیتونه سمدستي او په بشپړه توګه بند کړي.