IQNA

افغان چارواکي : طالبان په فراه کې جوماتونه د ډال په توګه کاروي

12:01 - July 20, 2019
د خبر لمبر: 3482304
نړیواله ډله: د فراه ولایتي شورا له مقدسو ځایونو څخه د طالبانو د سپر په توګه استفاده غندلې ده

د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د  فراه امنیتي چارواکی ادعا کوی ، طالبان ّپه  دغه ولایت کې له جوماتونو څخه د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کې  د ډال  په توګه استفاده کوي.

د فراه ولایتي شورا له مقدسو ځایونو څخه د طالبانو د سپر په توګه استفاده غندلې ده.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وايي، دا لومړی ځل نه دی چې فراه کې طالبان له جومات نه د سپر په توګه استفاده کوي، بلکې د نعیمي په خبره وروستیو کلونو کې طالبان د خلکو له کورونو، ښوونځیو، جوماتونو څخه د سپر په توګه کار اخلي

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د زیاتره سیمو اوسېدونکي وايي، طالبان د کلیو جوماتونو ته خلک د لمانځه لپاره نه پرېږدي او هر ځای کې یې چې زور ډېر وي د همغه ځای جوماتونه یې خپلې قرارګاوې او ټریننګ مرکزونه ګرځولي دي.

طالبان اکثره جوماتونو کې ماینونه هم جوړوي چې څو څو ځله پرې جوماتونو کې خپل ماینونه هم چاودلي دي.

http://parstoday.com

captcha