IQNA

په کال ۲۰۱۹ لومړۍ نیمایي کښې له شیخ زاید جومات نه د ملیونو کسانو کتنه

20:28 - July 16, 2019
د خبر لمبر: 3482303
نړیواله ډله: شمېرنې په ګوته کوې چې د دې کال په لومړۍ نیمایي کښې، د عربی متحده اماراتو په پلازمینه ابوظبۍ کښې له شیخ زاید جامع جومات نه ۴ ملیونه او ۱۸۰ زره کسانو کتنه کړې ده.

د ایکنا راپور له مخې، له ګلف نیوز نه په نقل، د خپره شوې شمېرنو له مخې، دغه جومات له ۲۰۱۹ کال جنوري شورو نه د جون تر پایی، د ۴ ملیونه او ۴۸۰ زره کسانو کتنه کړې چې د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو نه وو او ۹۷۰ زره کسانو په دغه جومات کښې لمونځ ادا کړې دې.
د آسیا کتونکې په فهرست کې له ټولو نه وړاندې دې او د هغې نه ورستو ۶۲۳ زره کسان له اروپا، ۹۵ زره کسان له امریکا شمالي، ۵۳ زره افریقایی، ۴۹ زره له امریکا جنوبي، 25 زره استرالیایی او 2 زره له قطب جنوب کسانو له دغه جومات نه کتنه کړې.
په دغه فهرست کې، له هند نه ۳۹۰ کتونکې کسان له ټولو نه وړاندې دې او له هغې نه ورستو د چین ۳۳۵ زره کسان، له روس نه ۱۱۶ زره کسان، له جرمني ۱۰۲ زره کسان، له فرانس نه ۷۴ زره کسان، انګلیس نه ۶۳ زره کسان، امریکې نه ۶۰ زره کسان، له پاکستان نه ۵۷ زره کسان، ایټالیا نه ۴۴ زره کسان او فلیپین نه ۴۳ زره کسانو کتنې سره په لاندې رتبه کښې ګڼلې شوې دې. په سلو کښې ۵۳ کسان له دغه کتونکو نه ښځې دې.
همدارنګه دا شمېرنې په ګوته کوې چې د رمضان المبارک په میاشته کښې ۸۹۰ زره مسلمانانو په دغه جومات کښې افطار کړې، د روان کال په لومړۍ شپږ میاشتو کښې، ۱۷۲۶ کلتوري سفرونه هم په دغه جومات کښې پیل شوې دې.
د دغه جومات اسلامی معماري د نړیواله رسنیو توجه هم ځان ته جذب کړې ده، چې دغه جومات ۷۶ خبرې غوښتنې او د اماراتو، امریکا، بلژیک، ارمینیا، مصر او د انګلیس آکسفورډ پوهنتون تلویزیوني چینلو راپورونه هم ترې وړاندې شوې دې.
دا جومات چې د مسجد الحرام او مسجد النبی صلی الله علیه و آله جوماتونو نه ورستو د نړۍ تر ټولو لوي جومات دې په کال ۲۰۰۷ کښې ۵۵۰ ملیون ډالرو لږښت سره جوړ شوې وو.
د دې جومات نوم شیخ زاید بن سلطان آل نهیان د دغه جومات جوړوونکې او د اماراتو هیواد لومړي حاکم په نوم دې، هغه چې په کال ۲۰۰۴ کښې له دنیا تېر شوې هم په دغه جومات کښې دفن شوې دې.
http://iqna.ir/fa/news/3827265
 
captcha