IQNA

داهواز دترهه ګرجنایت سرغنو ته د ایران دتوغندی په ژبه کلک ځواب 

19:10 - October 01, 2018
د خبر لمبر: 3481569
نړیواله دله: داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمائیلی ، ډاډمن ووسئ چې د اهواز د تراخې پیښې د عواملو به سخته ګوشمالی وشی او غوږونه به ورتاؤ کړو .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو نن سهار وختی دسپاه  دهوافضا ځواک  د توغندوی یونټ  په یولړ عملیاتو کې د  فرات په ختیځ کې  داهواز د ترهه ګرجنایت  دسرغنومرکز  په نښه کړ . په دغې توغندوی حملې کې له مځکې په مځکه ویشتونکوڅو بالسټیک توغندیو  دایران له کرمانشاه   په سورئې کې   دفرات  په ختیځ کې   په البوکمال سیمې کې  د ترهه ګرو د سرغنو مرکز وویشت  . 
 د الاحوازیه نومې ترهه ګرې ډلګۍ  جنایتکارو او داعشی تکفیریانوچې دلندن او ریاض له خوا ئې بشپړ ملاتړ کیږی ، دستمبر په دوه ویشتمه نیټه  دایران په اهواز کې د ایران د وسلوال پوځ  په پریډ چې د سپیڅلی دفاع د اونۍ په مناسبت ترسره کید، په ترهه ګرې حملې سره ، د ماشومانو پشمول پنځه ویشت   کسان شهیدان او څه دپاسه شپیته نور ټپیان کړل .
 داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای د انډونیشیا  د ۲۰۱۸کال په   آسیائی لوبو کې دایران  له اتلو او  میډال ګټونکو  او ویاړمنو ورزش کونکو سره  په وروستۍ کتنې کې  په اهواز کې  دغې غمیزې ته په  اشارې سره  وئیلی وو،دغه بزدلانه کار د هماغو کسانو دی ، چې   په سورئې او عراق کې  په هر ځای  کې چې ګیریږی ، نو امریکایان  ئې ژغوری او لاسونه ئې د سعودی عرب او متحده عربی اماراتو په جیبونو کې  دی .
 داسلامی  انقلاب معظم  لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای ټینګار کړی ،ډاډمن ووسئ  چې د اهواز د تراخې پیښې  د عواملو به سخته ګوشمالی  وشي او غوږونه به ورتاؤ کړو .
 په اهواز ښار کې  ترهه ګره حمله  په داسې شرائطو کې چې داعشی او نورو تکفیری ترهه ګرو ډلو په عراق او سورئې  کې سخت ګوزارونه او تاوانونه  زغملی دی ،د ایران په ضد دهغوی خوځښتونه او  د ترهه ګرو د ملاتړو موخې ښکاره کړی دی .د ایران په ضد  د امریکا یوه سټراټژیکه موخه ،  د ترهه ګرو اوامنیتی  ګواښونو په مقابل کې  دایران  له مشکلاتو سره مخامخ کول دی .
د امریکا سیمه ایز متحدان چې  له القاعدې ،طالبانو صدام او افراط پالو څخه دملاتړ مخینه په کارنامې کې لری ، اوس له ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ سره  د ایران په ناکرارولو پسې دی.په دې زمینې کې د سعودی عربستان رول  په بشبړ ډول ښکاره  او په سیمې کې د امریکا او اسرائیلوله موخو سره غږمله  دی.
 د انګلستان اینډیپنډینټ خپرونې څه موده مخکې په یوه راپور کې وئیلی وو،د تاؤتریخوالی د دودونکو  تنظیمونو او د سعودی عربستان له خوا د هغوی د مالی تامینیدا  ترمینځ  روښانه او جوت ارتباط موجود دی .
 دایران د اسلامی جمهوریت   خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم دتیرې یکشنبې په ورځې   له سی این این  ټیلیوژنی چینل سره په خبرو کې  د سیمې په ناکراره کولو کې  د عربستان ورانکار  رول ته په اشارې سره  وئیلی دی ،  ددې شاهدان یوو چې  سعودی عربستان   عملا  دغو ډلو ته  د لازیاتوتنخواګانو ورکول، په ایران له حملو کولو سره مشروط کړی دی .د سعودی عربستان ولی عهد یو نیم کال مخکې وئیلی وو،چې  دوی جنګ د ایران داخل ته کش کوی .
 د دغې پروژې پلانونکی ،البته باید پوه شی ،چې ایران دغو شرارتونو  او ورانکاریو ته کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکوی او درست هغه عناصر به  چې  د ایران په ناکراره کولو او بلاغوښتنو پسې دی،پښمانه کړی . .
 دایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو یونټونو یو کال مخکې هم ،په تهران کې د داعش تکفیری ترهه ګرو دحملې په ځواب کې ،په شپږو بالسټیک توغندیو سره د سورئې په دیرالزور کې  دهغوی مرکز په نښه کړ او وې ښودله چې  د ترهه ګروعناصرو شرارتونو ته په کلک ځواب ورکړی.د سورئې  په البوکمال  کې  د اهواز د ترهه ګر جنایت سرغنو مرکز ته هم  دایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک  د نن سهار وختی توغندوی ځواب هم په همدې لړ کې شوی دی .  
http://parstoday.com/ps/news/iran-i76924
captcha