IQNA

په جرمنی کښې اسلام پېژندنه، د قرآن کریم څېړنه او له انجیل سره یی تطبیق

11:21 - June 25, 2018
د خبر لمبر: 3481269
نړیواله ډله: د جرمنی اسلام او شرق پوهاند تیلمان ناګل په کال ۱۹۴۲ کښې د جرمنی براندنبورګ ولایت په کوتبوس ښار کښې زېږېدلې دی.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلام او جرمنی(اروپا) تلګرام چینل نه په نقل، پروفیسر تیلمان ناګل (Tilman Nagel) خپل تعلیم له «بن» پوهنتون نه شورو کړي وو او هم په دغه پوهنتون کښې د دینونو علمونو او ختیځ پوهنه په برخه کښې ډاکټري وکړه.  
او له تحصیل نه ورستو د ګوتینګن په پوهنتون کښې د اسلام پېژندنه او د عربی ژبي او ادبیاتو برخې استاد په توګه کار کښې مشغول شو.
تیلمان ناګل د دې وخت د جرمنی د اسلام پوهاندو ترمنځه یو داسې کس دی چې ډېر مفصل آثار لرې چې د جرمنی نورو اسلام پوهاندو لپاره د سرچینو وړ ګرځېدلي.
د مثال په توګه د هغه کتاب «د محمد صلی الله علیه و آله ژوند او افسانه» چې په کال ۲۰۰۸ کښې چاپ شو، تقریباْ یو زر پاڼې لري او د هغه له مفصل کتابونو څخه دی چې تر اوسه په جرمنی ژبه کښې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په ژوند باندې لیکلې شوي کتاب دې، دا کتاب د په تاریخی او تحلیلی نظر او د بېلابېلو سرچینو پر اساس (د غیر مسلمانانو سرچینو) د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ژوند بیان کړي.
هغه د خپلو نورو همکارانو خلاف چې د قرآن کریم ژباړه یی کړي د قرآن د محتوا او معنا له نظره څېړنه کړي او په خپل کتاب(قرآن، مقدمه، متون او توضیح) کښې د قرآن کلامی، تاریخی او ادبی څېړنه کړي او په ځنې ځایونو کښې د قرآن کریم محتوا له انجیل سره پرتله، څېړنه او تطبیق ترسره کړي.
د څېړنو او آثارو له مخې چې ناګل له اړخه خپور شوي هغه د معاصر یو ښه کار کوونکې او دقیق اسلام پوهاند شمېرلي شو خو ولی خو دا په دې مانا نه دی چې د هغه کار او د اسلام تفسیر ناقصې نه لري.
هغه دی پرسه خبرونو ویبپاڼې سره په مرکه کښې چې د کال ۲۰۰۹ په نوومبر میاشته کښې د یو خبریال دې سوال چې آیا د اسلام نه د سولې یو تفسیر امکان لري که نه په ځواب کښې وویل چې دا امکان نه لري ځکه چې اسلام په بنسټیزه توګه له تاوتریخوالی پرهېز نه کوي او قرآن په ځینو مواردو کې، د تاوتریخوالی وړاندیز کوي، هغه همدارنګه وړاندیز کوي چې اسلام نه ویره نه باید له بېخه حذف شي ځکه چې اسلام په بنسټیزه توګه له بشري حقوقو سره سمون نه لري.
البته د پروفیسر ناګل د دې نظر باندې نیوکی کوونکې ډېر زیات دی په تېره د مسلمانانو له اړخه پرې نیوکې کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3724689
captcha