IQNA

د دبی قرانی مرکزونو له اړه په ۷ مرحلو کښې د قرآن کریم درس

0:38 - March 09, 2018
د خبر لمبر: 3481093
نړیواله ډله: د محمد بن عبید قرآنی مرکز له اړه په دبی کښې د قرآن کریم درس لپاره یو نوې درسي طریقه ترلاسه کړي چې ۷ مرحلو ته شامل ده.
د دبی قرانی مرکزونو له اړه په ۷ مرحلو کښې د قرآن کریم درسد ایکنا راپور له مخې، د kTimes ورځپاڼې نه په نقل، په دبی کښې لومړي ځل د قرآن کریم درس ورکولو لپاره یو ابتکاري کړنلارې سره چې اووه مرحله لري وړاندې کېږي او دارنګه به د قرآن کریم حفظ کول د قرآن زدکړه کوونکو لپاره نور هم آسان شي.
دا درسی کړنلار چې لومړي ځل لپاره په عربی متحده امارات کښې اجرا شوې ده، په دغه هیواد کښې د قرآن کریم حفظ کولو ودې او پیاوړتیا او د قران کریم تعلیم سره شوق لرونکو د آسانې زدکړې لپاره د دې مرکز لومړي قدم دی.
د محمد بن عبید قران کریم مرکز مشر ندا محمد بن عبید الفلاسی، دا مرکز د ټول قرآن کریم حفظ، تلاوت او قرآنی علمونو لپاره یو ځانګړې مرکز معرفي کوي.
الفلاسی وایئ: دا مرکز چې تازه یی پرانیستا شوي د قرآن کریم زدکړه کوونکو نجلیو او هلکانو او د ټولنې لپاره ګټور او ښه ښاریز روزنه کولو لپاره تر ټولو ښه علمی، درسی او اخلاقی معیارونو سره چلند کوي. د دې مرکز کړنلار او د کلاسونو پيل کولو نظام اووه مرحلو ته  شامل دی.
هغه توضیح ورکړه چې غوښتونکې په لومړۍ مرحله کښې د قرآن کریم اخیرنی دوه سپارې(یو کم دېرشمه او دېرشمه) په دوستانه فضا حفظ کوي، همدارنګه د دې درسی پروګرام په دې مرحله کښې، قرآن زده کوونکې د قرآنی حرفونو صحیح تلفظ زده کوي او هغوي ته د قرآن کریم د صحیح تلاوت هنر او تجوید ښودلې کېږي.
قرآن کریم زده کوونکې په دویمه او درېمه دوره کښې د قرآن کریم دری سپارې حفظ کوي او د تجوید زدکړې ته ادامه ورکوي، په درېمه مرحله کښې د قرآن کریم پنځه سپارې باید یاد کړي او د تجوید کتاب «الجزریه» مطالعه کړي. همدارنګه په څلورمه مرحله کښې، پنځه نورې سپارې حفظ کوي او د الجزریه شرح مطالعه کوي.
په پنځه مرحله کښې، قرآن زده کوونکې د قرآن کریم پنځه سپارې حفظ کوي او د وقف او ابتدا صحیح طریقه تر لاسه کوي، په شپږمه برخه کښې نورې د قرآن کریم پنځه سپارې حفظ کوي او د مصحف خطاطی مطالعه کوي. په اوومه مرحله کښې هم پنځه سپارې حفظ کوي او د قرآن کریم آیتونه چې په ښکاره کښې یو غوندې دې په اړه څېړنه کوي.
الفلاسی وایئ: قرآن زده کوونکې په هر سطح کښې تر هغه وخته چې مطالب په ښه توګه سره یاد نکړي او حفظ نکړې، باید په هم هغه سطح کښې پاتې شي او وړاندې مرحلې ته نشې تللې.
هغه زیاته کړه: دا کار حفظ کولو کښې مرسته کوې او باعث جوړېږي چې هغوي د قرآن کریم ښه ښوونکې جوړ شي، همدارنګه دې طریقې سره، هغوي د تجوید هنر باندې هم مهارت پیدا کوي او بیا نوره اړتیا نه لري چې د تجوید په بیلا بیلو دورو کښې ګډون وکړي ولی چې د تجوید مهم کتابونه په دې درسی پروګرام کښې شامل دي.
http://iqna.ir/fa/news/3696692
captcha