IQNA

د قرآن کریم سپکاوی تور باندې اندونیزیا کشیش ونیولې شو

23:45 - December 16, 2017
د خبر لمبر: 3480884
نړیواله ډله: په اندونیزیا کښې یو پروتستان کشیش د «مقدساتو سپکاوې کولو» په سبب او د قرآن کریم په اړه د کفري او سپکاوي نه ډک اظهاراتو له سببه ونیولې شو.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Christian Time خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ۵۲ کلنه اندونیزیایی کشیش ابراهام بن موزز (Abraham Ben Moses) د هغه یو ویډیو خپرېدو ورستو چې د ټکسي چلوونکي سره د قرآن کریم د آیتونو په هکله په کښې خبرې کوې، نیولې شوي.
هغه په دې ویډیو کې قرآن ته اشارې سره ادعا کوې چې دا آیتونه د حضرت محمد صلی الله علیه و آله ښودو سره سمون نه لرې او د ټکسي چلوونکې غوښتنه کوې چې د اسلام دین پرېږدي او مسیحیت دین خپل کړي.
د تانګرانګ Tangerang  دا کشیش په خپل کور کې نیولو یوه اونۍ کېږي چې په جاکارتا کښې پولیسو سره دي.
د جاکارتا سایبري جرمونو پولیس ویناوال وویل: مونږ تراوسه له دغه کشیش نه پوښتنې کوو او د ګواهان را جمع کوو ممکنه ده چې هغه تر ۵ کالو پورې په زندان محکوم شي.
د مقدساتو توهین په اندونیزیا کې جرم ګڼلې کېږي او په اخیرني کال کښې تقریباْ د مقدساتو سپکاوې کوونکې ټولې مقدمي په محکومیت تر پایی رسېدلې دې.
لومړي ځل یو مسیحی کشیش په دې تور نیولې شوي او د پروتستانو کلیسا وکیل د هغه لپاره نیولې شوي دي.
د کال ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۴ پورې تقریباْ ۱۰۶ کسان په اندونیزیا کې د دې قانون له مخې محکوم شوي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3673080
captcha