IQNA

په آذربایجان کښې په ورېښمو باندې لیکل شوی قرآن کریم نندارتون + انځور

23:40 - December 16, 2017
د خبر لمبر: 3480883
نړیواله ډله: په ورېښمو باندې تر ټولو لومړي لیکلې شوي قرآن د آذربایجان په مرکزی ښار باکو کې د عمومي خلکو لپاره نندارې ته وړاندې شوي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د azertag.az خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ورېښمو ټوټې باندې لیکلې شوي قرآن چې د سرو زرو او سپینو زرو تار سره لیکلې شوي د آذر کتاب په کلتوری مرکز کې د «د ورېښمو ټوټې باندې ژوندي آثار -۵۵» په نندارتون کې عمومي نندارې لپاره وړاندې شوي.
دا قرآن چې په ځانګړې توګه بې مثال دی، د یو آذربایجان یوې هنرمندې ښځې چې تونزالا محمد زاده نوم لري د وریښمو په ټوټې لیکلې دي.
د آذربایجان دې هنرمندې د دې نندارتون پرانیستا مراسمو کښې څرګنده کړه: د دې قران په تیارولو کې له ۵۰ مېټره د ورښمنو ټوټه  او د سر زور او سپینو زرو تارونو نه استفاده شوی.
هغې همدارنګه زیاته کړه: دا قرآن ۶۱۴ پاڼې لري او په تیارۍ کې درې کاله وخت لږېدلي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3673013
captcha