IQNA

په انګلستان کې د قرآن کریم په شان کې د سپکاوي کوونکې ونیول

23:44 - October 06, 2017
د خبر لمبر: 3480719
نړیواله ډله: د انګلستان ۶۰ کلنه سړۍ چې د قرآن کریم په شان کې د سپکاوې ویډیو یی په فیس بک خپره کړې وه، د پولیس له اړخه ونیول شو.
په انګلستان کې د قرآن کریم په شان کې د سپکاوي کوونکې ونیول

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Metro News خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کس چې اریک کینګ نوم لري. په دغه ټولنیزه ویبپاڼې کې یی یو لیک هم لیکلې وو چې د مسلمانانو ژوند پای ته رسول اندېښنه نه لري.

هغه په دغه لیک کې لیکلي: اسلام باید د نړۍ له مخې لرې شی او که د دې مطلب د ټولو مسلمانانو وژل وې نو هم باید دا کار وشي.

په جرمنی کې د دین په اړه کینګ له افراطی ډلې «لومړۍ برتانیا» مطلب خپور کړي وو.

هغه همدارنګه په ۱۵ سپټمبر(۲۴ شهریور) باندې یو کامل لیک خپور کړې وو چې بیا یی لرې کړو، هغه په دغه لیک کې چې د املا غلطۍ یی لري لیکلې وو: ولی مونږ باید مجبور وسو او دا کډوال قبول کړو، دا د ځمکې ککړتیا ده او زه له دې ټولو نفرت کوم او د دې ژوند تر پای رسولو کې هیڅ وېره نه لرم، هغوي د سپینو ژوندون تر پای رسولو کې لذت مومې، یو ورځ به راځې چې مونږ به خپل هیواد ترلاسه کړو.

پولیس اعلان کړې: دا سړې د سنت آستل سېمې نه دې چې د دینی نفرت پیدا کولو او ګواښیزه مطالب خپرولو په تور باندې نیولې شوي.

هغه له خپلو دغو لیکلو تور په اړه منکر دي او د په دې اړه څېړنې همدارنګه ادامه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3649004


captcha